هرات والي د طوفان هریرود لوبډلې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

هرات والي د طوفان هریرود لوبډلې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

هرات والي عبدالقیوم رحیمي د طوفان هریرود ټیم پر ملاتړ او د ورزشي ظرفیتونو ودې او پرمختګ ته پر اساسي توجه ټینګار وکړ.
رحیمي د ولایت مقام د بهزاد غونډو په تالارکې د فوټبال یوشمیر لوبغاړو او مسؤولینو سره لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ورزشي ظرفیتونو لوړوالي کلک ملاتړی دی. دغه لیدنه کې د فوټبال فدراسیون ریس شاه رسول احراري د هرات ښاروالی د مخکنیو مسؤولینو د نه همکاری څخه په ګیلې وویل: سره له دي چې د ورزشي سټډیو شاوخواته د فوټبال ورزشي لوبغالي رغول شوي خو تراوسه د فدراسیون په اختیارکې نه دي ورکول شوي. ښاغلي احراري د اسټډیوم شمال لورته د پنځوپنځوس(پنجاه پنجاه) رستورانت فعالیت څخه په نیوکې وویل: دغه موضوع ګڼې چاپیریالي ستونزې را ولاړي کړې دي.
دغه راز دې ناسته کې د طوفان هریرود فوټبال ټیم ستونزې تربحث لاندي ونیول شوې.
د فوټبال فدراسیون د ورزشي سټډیوم د روښنایۍ سیستم د فعالیدو غوښتنه هم وکړه.
هرات والي د لوبغاړو زیار ایستلو په ځانګړي توګه د فوټبال فدراسیون غړو څخه د منننې ترڅنګ د سرچینو د جذب او هریرود ټیم د ملاتړ په اړه بشپړ ډاډ ورکړ. هرات والي د دې ټکي په څرګندولو سره چې ورزشي بنسټونه هرات کې جدي انکشاف ته اړتیا لري وویل: هرات کې د ورزشي استعدادونو او ظرفیتونو موجودیت د خوشحالی ځای دی.
رحیمي ډاډ ورکړ چې هرات کې د ورزشي زیربناوو د پراختیا لپاره به جدي هڅه وکړي.داپه داسي حال کې ده چې د ولایت مقام د پلان له مخې په پام کې ده چې د ښار شمال او سهیل لورته څو ورزشي کمپلکسونه جوړشي.




t