بریښنا وزارت: فراه کې د ۳۴۸ میلیونو افغانیو پروژې کار لاندې دي

بریښنا وزارت: فراه کې د ۳۴۸ میلیونو افغانیو پروژې کار لاندې دي

د اوبو او بریښنا وزارت وایي پروژو د انسجام ریاست، د IRDP پروژې یې، په فراه ولایت کې د ۹ لویو او منځني پروژو چې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ پورې نږدې ۳۴۸٫۴۷ میلیون افغانۍ په ارزښت تر لاس نیولی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې له دغو پروژو څخه، د ۵ کانالونو بیا رغونه کار بشپړ شوی او د څلورو نورو پروژو کار دوام لري.
د دې پروژو موخی د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی، د کرنې او څښاک اوبو برابرول، د سیلابونو له کبله د کرهنیځو ځمکو او کورونو د ویجاړی د مخنیوی او د چاپیریال ساتنه او د ځایي اوسیدونکی لپاره د کار زمینه برابرول دی.
په دی پروژو کې د کرجی او بشتو کانالونو د ۴۰ کیلومتره اوږدولی او د ۷.۵ میلیونو افغانۍ په ارزښت، د کشکک او دزدباد کانالونو د ۱۲ کلیومتره اوږدولی او د ۱۷.۶ میلیون افغانۍ په ارزښت، د پیر کندر کانال د ۱۵ کیلومتره او د ۱۵.۶ میلیونو افغانۍ په ارزښت، بندوکی سوخته کانال د ۲۵.۴ کیلومتره اوږدولی او د ۶۸.۶ میلیونو افغانۍ په ارزښت، دهک کانال د ۱۵ کلیومتره اوږدولی او د ۲۵ میلیون افغانۍ په ارزښت، د نوده کانال د ۱۷ کیلومتره او د ۴۶ میلیونو افغانۍ په ارزښت، دنبلی کانال د ۱۵ کیلومتره اوږدولی او د ۶۷میلیونو افغانۍ په ارزښت، جوی نصرت کانال د ۳۶ کلیومتره اوږدولی او د ۸۷۹۵۰۱۳۳ افغانۍ په ارزښت او د دار آباد سفلی د سواحلو تحکیماتی پروژی د ۸ کلیومتره اوږدولی او د ۱۲۶۸۵۷۱۳ افغانۍ په ارزښت شامل دي.
دي پروژو اوس مهال د فراه ولایت د مرکز، د قعله کاه او لاش جوین ولسوالیو له اوسېدونکو لخوا کارول کیږي.
له دغو پروژو څخه په مجموع کی ۲۶۲۰۰ هکټاره ځمکی خړوبیږی او له ټولو پروژو څخه ۴۹۳۰۰ کورنۍ مستقیم ډوله ګټه پورته کوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست له لارې په افغانستان کی د IRDP د اوبو لګولو سیسټم د بیا رغونې او پراختیا پروژې پلي کوي.



t