چینارمشاعرې ته تدابیري ناسته وشوه

چینارمشاعرې ته تدابیري ناسته وشوه

د خوست والي محمد حلیم فدايي په مشرۍ د چېنار کلنۍ دودیزې مشاعرې لپاره ټاکل شوي کمیسیون ناسته تر سره کړه.
په ناسته کې د ولایت والي د ټاکل شوي کمیسیون له راپور اوریدو وروسته کمیسیون ته د چېنار مشاعرې د لا ښه تنظیم او نمانځلو په اړه لازمې لارښونې وکړې.
د چنار مشاعره چې یوه دودیزه مشاعره ده، هر کال په خوست کې د فرهنګیانو او شاعرانو لخوا نمانځل کیږي، چې په کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو فرهنګي او ادبي څیرې ګډوون کوي.
سږنی مشاعره به په خاصو مراسمو سره د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ تر سره شي.




t