د حجاز ریل تم ځای او د ترکیې د هوايي ځواک شهیدان!

د حجاز ریل تم ځای او د ترکیې د هوايي ځواک شهیدان!

لیکوال: مشتاق رحیم

د دمشق ښار په زړه کې د حجاز د ریل تم ځای د اسلامي نړۍ په خپلو پښو د تیشې وهلو او په خپل لاس د خپلې بربادۍ د سامان برابرولو د تاریخ په توګه ولاړ او د عربي نړۍ د وخت نخبه ګانو پورې خاندي. د حجاز د ریل جوړلو برنامه د شلمې پیړۍ په پیل کې په دې موخه تکمیل شوه چې له دمشق څخه به حاجیان تر مدینې منورې پورې رسوي او د دوه میاشتو خطرناکه او د مرګ له ګواښونو ډک سفر به ورځو ته را ښکته کوي، د سفر قیمت به هم په هغه وخت کې له ۴۰ انګریزي پاونډ نه ۴ پاونډو ته را ښکته کوي. دا پروژه چې د عثماني خلافت د فکر زیږنده وه، اساسي موخه د سیمې د ریل شبکې له لارې سره تړل او په دا ډول د اسلامي نړۍ ځواک نندارې ته وړاندې کول وو. د پروژې د مالي مصرف دپاره د مصر د وخت حاکمانو مالي چندې ورکړې، د عثماني خلافت د اردو ځواکونو له خپل معاش څخه برخه ورکړه او عامه ولسي چنده د ثواب په خاطر وشوه.

خو دا چې پروژې د حجاز د شریفانو د اوښانو کاروبار ته تاوان رسولو، د دمشق او مدینې منورې لاره کې پرتو د حج د مسافرتونو څخه تغذیه کیدونکو ګټو ته تاون رسولو او په ټوله کې یې عثماني خلافت ته په سیمه کې برلاسي ورکوله او په دا ډول یې انګریزي دسیسو پر مقابل کې خنډونه جوړول، نو په سیمې کې فعاله انګریزي جاسوس عربي لارنس د دغه پروژې د اخلال دپاره دسیسې جوړې کړې. دې کیسې ماته د تورخ- پیښور په لار د افغان ولس د سفرونو او د هغو په وجود کې شته د ګټو داستانونه را په یاد کړل. دسسوبي، لواړګي او خیبر په اوږدو کې د مهاجرینو په وجود کې بزنسونه او تجارتونه مې را یاد شول.

شریفانو دا پلمه وړاندې کړه چې عثمانیان غواړي له ریل څخه د نظامي چارو دپاره کار واخلي، د عربو لارنس ولس وهڅولو چې پروژه خرابه کړي او دیني عالمانو ټینګار کولو چې پیغمبر(ص) په اوښانو حج ته تګ کولو او حج کې چې سختي نه وي هغه به څه حج وي! ډیر شمیر خلکو به هغه حاجیان چې په ریل کې حج ته تلل ښځینه ډول حج کونکي بلل او په اوښانو حج ته تګ ته د ثواب په سترګه کتل کیدل. عربي قبایلو هم د شخصي اغراضو په خاطر د ریل په شبکه بریدونه پیل کړل او دا تاریخي پروژه یې ګډه وډه کړه. نن د حجاز د ریل سټیشن شته، د هغه وخت ریل شته خو نه عثماني خلافت شته، نه د ریل شبکې آرماني پروژه.

د عثماني خلافت د تاریخ د څپو اړوند د ترکیې د هوايي ځواک د لومړیو شهیدانو هدیره هم د اموي جمات څنګ ته د سوبمن سلطان صلاح الدین ایوبي د مزار په احاطه کې ده. د بلکان په جګړه کې د سختو ماتو نه وروسته ترکانو غوښتل چې د خپل ځواک ننداره نړۍ ته وړاندې کړي او په دې موخه یې د استنبول او اسکندریې (مصر) ترمنځ د فتحي بای او صادق بای په مشرۍ هوايي سفر پیل کړ. خو دغه الوتکه خپل منزل ته له رسیدو د مخه هغه مهال سقوط شوه چې تر دمشق یې د بریالي سفر څخه وروسته غوښتل ورپسې پړاو په لور الوت وکړي. د دغه پیښې نه وروسته نوري بای دنده په غاړه واخیسته چې پلان شوی مزل ترسره کړي خو د هغه الوتکه هم د تخنیکي ستونزو له کبله په بحر کې سقوط شوه د هغه جنازه هم دغه هدیرې ته راوړل شوه. په پای کې سلیم بای او کمال بای دغه سفر پای ته ورسولو. که څه هم دغه د ځواک نندارې عثماني خلافت سره د خپل د ژوند وروستیو سلګیو پر مهال د ژوندي پاتې کیدو هلو ځلو کې کومه مرسته ونکړه خو د فتحي بای، صادق بای او نوري بای نومونه د ترکي هوايي ځواک په تاریخ کې ثبت شول.




t