کندهاري او زابلي ځوانان؛ د رهبرۍ د سرشاره ظرفیت سرچینې! ضیاالحق امرخېل

کندهاري او زابلي ځوانان؛ د رهبرۍ د سرشاره ظرفیت سرچینې! ضیاالحق امرخېل

د جګړو په لمبو کې زموږ رالوی شوی ځوان نسل، واقعا په دې ارزي چې ویاړ پرې وشي؛ خو د کندهار او زابل د ځوان نسل جرئت، رسا غږ، د خبرو مهارت او په ملي روحیه څرګندونې سړي ته لا ډاډ بخښي.
شاید یو دلیل دا وي چې د دوی د فکري چینې ريښې د علامه حبیبي، علامه عبدالشکور رشاد، استاد عبدالروف بینوا، مجید خان زابلي… ته رسیږي او جرئت ور ته له میرویس نیکه او احمدشاه بابا په میراث پاتې دی.
د نازو او زرغونې انا لمسیانو څرګندونو، پراخ فکر او ملي غوښتنو په دې ډاډه کړم چې دا نسل به حالاتو ته تغییر ور کوي.
د سمتي او ژبني تعصبونو په دې عصر کې ماته د یوه کندهاري ځوان دا خبره ډیره جالبه وه چې ویل یې، موږ ته پښتون، تاجک، هزاره، ازبک… کوم توپیر نه لري، اصلاً دا مسایل د بحث وړ نه دي. موږ ټول د دې وطن یوو او ټولو ته په عزت او سوکالۍ کې ژوند غواړو.
د دواړو ولایتونو ځوانانو په ډيرو سختو او خطرناکو شرایطو کې په غونډو کې په بې آلایشه مینه ګډون وکړ او د خپلو خلکو غوښتنې یې، پرته له هیڅ ډول تمې او محافظه کارۍ مطرح کړې.
ولسمشر هم د ځوان نسل ستر حامي دی. هغه په دې باوري دی چې د ټولنې په تغییر کې ځوان نسل پوره اغیز لري، نو ځکه یې دغه نسل ته له هر وخته ډیره پاملرنه کړې ده.
ولسمشر او د هغه ژمن ټیم به په ټول وس له ځوانانو ملاتړ کوي او هغوی ته به د دې فرصت برابروي چې له استعدادونو یې د وطن په خیر ګټه واخیستل شي.
د ولسمشر د یوه سلاکار په توګه د کندهار او زابل له ځوان نسله مننه کوم او ډاډ ورکوم چې هر وخت او په هر حالت کې به یې د خپل توان مطابق په خدمت کې یم.
له دغو ځوانانو ،چې د رهبرۍ پوره پوره وړتیاوې لري، هیله کوم چې لا سره یو موټی شي او په یوه معقول تدبیر خپلې سیمې، لکه د میروییس نیکه په څير، له ظالمانو خلاصې کړي. دوی یې کولای شي او زه پر دې خبره پوره پوره ډاډه یم.




t