هلمند کي د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

هلمند کي د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د دوبي په نوم د والیبال سیالۍ

تیر مازدیګر د بُست لوبډلي په ګته پای ته ورسیدې.

د دوبي په نوم د والیبال دې سیالیو کي بُست ، تورټانګ ، هلمند الف ، هلمند ب ، چهانجیر ، او جوانان اُمید لوبډلي شاملي وې چي ددې لوبډلو څخه بُست ، تورټانګ ، هلمند الف ، او جوانان اُمید لوبډلو نیمه بایلوبي ته لاره پیدا کړه.

دا سیالۍ چي د شپږو لوبډلو ترمنځ ترسره سوې، پکښي تر نیمه پایلوبي وروسته بُست او تورټانګ لیسې پایلوبي ته لاره پیدا کړه، پایلوبه کي بُست لوبډله وتوانیده چي تورتانګ لیسې ته په ماته ورکولو سره ددې سیالیو لمړی مقام تر لاسه کړي.

د والیبال دا سیالۍ د جون میاشتي پر ۲۳ تمه نېټه د جوانان اُمید او چهانجیر لوبډلو ترمنځ پیل سوي وې تیر مازدیګر یې ورستۍ لوبه ترسره سوه.

دا سیالۍ د والیبال فدراسیون او ورزش امریت په هڅو د کال په هر فصل کي د ځوانانو د هڅوني په موخه ترسره کیږي.

عبدالولي عمري



t