علامه استاد حمیدالدین فراهي / څلورمه برخه

علامه استاد حمیدالدین فراهي / څلورمه برخه

شفيع الله تاند

” په هغه زمانه کې انګلیسي لوستل او زده کول کفر ګڼل کیده،خو دا کفر مولانا مات کړ تر یو بریده لوستنې وروسته په کرنل ګنج سکول اله آباد کې شامل شو د انټرنس ازموینه یې په خصوصي توګه ورکړه په ایم او کالج علي ګړ کې داخل شو دا نو د علي ګړ کالج په هر ځای کې د ستاینې زمانه وه سرسید د دې مشر، ښاغلی آرنلډ او نور یې مدیران او پروفیسران،مولانا شبلي نعماني یې مدرس او مولانا حالي هلته میشت او استاذ و .

هر وخت به د علمي مسایلو او څیړنو تاوده بحثونه او خوندور بنډارونه وو، په زړه پورې دا چې دلته د هغو بزرګانو له ناستو برخمنېدو چې له برکته یې هر زده کوونکي ته د خپل نصیب ځلیدنې موقع په برخه وه.

مولانا فراهي په عربۍ،فارسي او اسلامیاتو کې تر دې بریده مهارت او وړتیا پیدا کړې وه چې کالج کې له دې درسونو مستثنا شوی و

سید سلیمان ندوي لیکي چې

” په هغه زمانه کې د کالج هر زده کوونکي ته عربي او فارسي هم خامخا تدریسیدل، خو سرسید د فراهي په اړه پروفیسور آرنلډ ته لیک ولیږه چې حمیدالدین د عربۍ او فارسي داسې فاضل دی لکه ستا د کالج استاذان او پروفیسران چې دي،هیله ده دی د ختیځو علومو له ساعتونو مستثنی کړئ ځکه چې هغه مستثنی شوی دی.

علي ګړ کې مولانا فراهي له انګلیسي او نورو علومو سره ـ سره په ځانګړې پاملرنې د نوې فلسفې ( ماډرن فلاسفي) لوستل هم ترسره کړل او امتیاز یې ترلاسه کړ.

مولانا فراهي نوې فلسفه په همدې کالج کې له نامتو ختیځپوه پروفیسور آرنلډ ولوسته، خو حیرانوونکې خبره دا ده چې د هغه له ژبې او قلم نه په هېره یو ځل هم نوم نه دی وتلی د دې ( پروفیسور آرنلډ) په اړه د مولانا د ذهني چلن کچه له دې ښه کیدی شي لا وضاحت د امین احسن اصلاحي له دې بیان کیږي چې

” مولانا د فلسفې درس خو له هغه ( پروفیسور آرنلډ) ووایه، خو خوښ ترې نه و، هغه آرنلډ صیب هم د همدې استعماري سیاست یوه مهره ګڼله چې انګریزانو په علي ګړ کالج خوره کړې وه

د علي ګړ حلقه د پروفیسور آرنلډ د کتاب ( Preaching of islam) مینواله وه، خو مولانا فراهي د دې کتاب سرسختی مخالف و هغه به ویل چې دا کتاب د مسلمانانو دننه د جهاد روح لمنځه وړنې لپاره لیکل شوی دی.

نور بیا…..




t