د وخت باچا / فرهاد داوري

د وخت باچا / فرهاد داوري

د وخت باچا د انګريز تر حکم لاندي ژوند کاوه، په باطن کي نا کراره او په ظاهر کي مفشن باچا و، د باچاهۍ ژوند او د دربار عظمت و، د باچا په کور کي د ماشوم چيغي سوې، باچا په بريتو کي وخندل چي خدای زوی راکړ، باچا چي د غلامۍ حکم نور نسو زغملای نو پر زوی يې د (امان الله) نوم کښېښودی، امان د غيرتمني مور شيدې ورودلې، په دربار کي يې قدم واخيستی، د آرګ پر دېوالونو يې لاسونه تکيه کړه، د وطن په خاوره کي يې خاپوړي ښخي کړې، د وطن تور کاڼي او سپېرې خاوري يې مچ کړې، آرام يې واخيستی، زلمی سو، په کوڅو، کليو او ښارونو کي وګرځېدی، د خلکو منځ ته ورغلی، وطني غرور او آزاد ژوند يې د شخصيت برخي سوې، ځوان سو، د کابل حاکم سو، نا څاپه يې پلار مړ سو.

امان د پلار تر جنازې وږه لاندي کړه، خاورو ته يې وسپاری، د کور پر خوا روان سو، د انګریز استعمار او د حکومت غلامۍ يې په زړه کي نيزې ښخي کړي وې، کور ته چي ورسېدی، په فکر کي ډوب سو، د ملت د پرمختګ په اړه يې ډول ډول فکرونه وکړه، خو آزادي ورته تر هر څه مهمه وه ځکه دده په نظر((آزاد انسان د پرمختګ لامل دی، غلام انسان وسيله ده، آزادي ژوند دی، اوس موږ د مرګ پر تخته پراته يو))، خلک يې را وغوښتل، پر دريځ ودرېدی، توره يې د پوښ څخه را وه ايستل، ملت ته يې قسم واخيستی چي د ژوند يوه شېبه مي پاته وي، آزادي به اخلم، انګريز ته يې مخ ور واړوی، ورته وې ويل((موږ خپلواک يو، غلامي مو په فطرت کي نسته، خپلو بادارانو ته زما خبري ورسوه)). امان په ټول ملت کي د جهاد اعلان وکړ، د آزادۍ جګړه پیل سوه، چا تبر، چا کلنګ او چا بېلچه را واخيستل، د نړۍ ستر قدرت يې پر ګونډو کړ، د وطن خاوره يې د استعمار له منګولو خلاصه کړه. امان بيا په فکر کي ډوب سو، د وطن جوړوني په اړه يې فکر کاوه.

د حالت د تغير د پاره يې ملا په کمربند وتړل، موزې يې پښو کړې، له هنده تر اروپا يې سفرونه وکړل، د پرمختللو هيوادونو موډلونه يې وکتل، د پرمختګ رازونه يې پيدا کړه، وطن ته راغلی، ښوونځی يې جوړي کړې، د حکومت عصري سيستم يې جوړ کړ، منظم فوځ او اداري اصلاحات يې رامنځته کړل، په وطن کي يې خلک مالکان کړه، خلکو ته يې کورونه ورکړل، خلک يې په علم، په مسلک، په نوي ټکنالوژۍ سمبالول، ځوانان يې بهر ته واستول. امان يوه ورځ هم کراره تېره نکړه، د وطن په جوړونه کي يې هره ورځ تندی خولې و.

خو!

ملت خپل فکر نه درلودی، خپله خبره يې نه درلوده، د بل فکر او د بل خبري ته يې جوش ورکاوه، د ملت پر غوږ يو انګريز ور پرېوتی چي باچا کافر سوی دی، ملت توره را پورته کړه، د کافر په خبره يې د خپل مسلمان باچا پر پښه توره ووهل، هغه ملت چي باچا به کورونه ور کول، باچا يې بې کوره کړ، هغه ملت چي باچا به د وطن خاوند کاوه، باچا يې بې وطنه کړ، هغه ملت چي باچا به اميد ورکاوه، باچا يې نا اميده کړ. باچا له وطنه ولاړی د قدرت لپاره يې جګړه ونکړه، وطن يې وران نکړ، خپل بچيان يې د ترکيې يوه زاړه کور ته انتقال کړه، باچا د وطن يو مټ خاوره په دسمال کي وپېچل، هره شپه به يې له خوب مخکي بويول، بيا به يې ارام خوب کاوه، باچا د خپلو بچيانو ډوډۍ نه درلوده، باچا ته يوازي ژړا او غم پاته سو.

ملت د آزادۍ غازي له وطنه وشړی، د پرمختګ باچا يې بې کوره کړ، هغه چا چي د ملت اوښکي پاکولې، ملت په ژړا کړ، هغه اواز چي د آزادۍ ناره يې پورته کړه، ملت تر ستوني ونيوه، هغه توره چي د آزادۍ لپاره پورته سوې وه، ملت خرڅه کړه او هغه فکر چي د وطن جوړولو لپاره باچا رامنځته کړی و، ملت له منځه يوړ. نو هغه ملت چي خپل فکر ونلري، خپل هيڅ ارزښت نسي ساتلای، ملتونه چي سرلوړي دي، په خپل فکر سرلوړي دي.



t