کلفورنيا کې زلزله شوې

کلفورنيا کې زلزله شوې

د راپورونو په حواله د کلفورنيا سهيلي برخو کې زلزله شوې چې د رېښتر په کچه شپږ اعشاريه نهه پورې اټکل شوې ده.

د امريکا د جيالوژيکي سروې يوه مرکز رسنيو ته ويلي دي، دوی د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.

د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د ریجکراسټ څخه ۱۳ کیلومتره لېرې و.

په دې ځای کې د پنجشنبې په ورځ هم د رېښتر په کچه شپږ اعشاریه څلور درجې زلزله شوې وه.



t