له ناروې تر کاناډا؛ يوې ګېدړې ۴۵۰۶ کيلو متره لار په پښو ووهله

له ناروې تر کاناډا؛ يوې ګېدړې ۴۵۰۶ کيلو متره لار په پښو ووهله

يوه ګېدړه چې ناورې روانه شوې وه، په شپږ اويا ورځو کې تر کاناډا ورسېده چې په دې سره يې ټوله ۴۵۰۶ کيلو متره لار په پښو ووهله.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ياد سفر پوهان حيران کړي دي، ځکه ګېدړه له ډېرو سختو لارو، واورو او غرونو تېره شوې ده.

د ناروې قطبي موسسه کې څېړونکو دې ځوانه ګیدړه کې جي پي اېس (پتری) لګولی و او د تېر کال د مارچ وروستیو کې یې د سوالبار ټاپو ټولګې تر ټولو ستر ټاپو سپېټس برګن ختیځه غاړه کې پرېښودلې وه.

څېړونکي د دې اوږد واټن لنډولو هیښ کړي نه دي، بلکې د ګیدړې چټکتیا ته حیران دي.

هغې په منځني ډول له ۴۶ کیلومترو او کله هم تر ۱۵۵ کیلومترو لار په ورځ لنډه کړې ده.


جالب
t