سوډان: فرعوني هديره موندل شوې

سوډان: فرعوني هديره موندل شوې

سوډان کې تر اوبو لاندې فرعوني هديره کشف شوې ده، چې څېړونکو پرې څېړنې پيل کړي دي.

د لرغونو اثارو يوه پوه بيرس پال کريسمن رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، دوی هڅه کوي يادې هديرې ته چې تر اوبو لاندې ده ځان ورسوي.

هغه وايي، مخکې د اوبو سطحه ډېره لوړه وه چې د دوی د کشف عمليات يې له خنډ سره مخ کړي دي.

کریسمن په دې اند دی چې دا د زرو ټوټې د “ناستاسین” په نامه فرعون ته ورکړل شوې، چې د لنډ وخت لپاره (۳۳۵ تر ۳۱۵ میلاد مخکې) واکمن و.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول مصر کې فرعونيانو پورې اړوند مجسمې او يو شمېر پخواني توکي کشف کړی شوي دي.




t