د افغان کرکټ بورډ یو شمیر چارواکو دندې وځنډول شوې

د افغان کرکټ بورډ یو شمیر چارواکو دندې وځنډول شوې

د افغانستان کرکټ بورډ کلنۍ عمومي ناسته ترسره کړه چې په کې د یو شمیر چارواکو دندې وځنډول شوې.

دا ناسته د چنګاښ په پنخلسمه نېټه د بورډ د ټولو غړیو عزیزالله فضلي، محمد جواد پیکار، شکرالله عاطف مشعل، ګلالۍ نور صافۍ، فریدون الهام، ضیاالحق امرخېل او عبدالرحمان الکوزي په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې ددې بورډ د اجرائیه ریاست سرپرست رئیس (CEO)، د هغه وخت د غوراوي کمېټې مشر او د ملې لوبډلې منېجر دندې وخنډول شوې او د موضوع ارزونې لپاره د بورډ د غړیو ضیاالحق امرخېل، فریدون الهام او شکرالله عاطف مشعل په ګډون یوې کمېټې دنده واخیسته چې تر دوو اونیو پورې د یادې مسالې په اړه خپلې ارزونې بشپړې او خپلې موندنې د بورډ راتلونکي غونډې سره شریکې کړي.

د افغان کرکټ بورډ اجرایه ریاست بست اعلان ته څه وخت وړاندې ورکول شوی و چې دې ناستته کې یې دا موده هم تر راتلونکې دوشنبې وغځیده، خلک کولی شي چې اپلی ورته وکړي.

د بورډ غړو ویلي چې د جولای تر څوارلسمې به یو وړ کس یاد بست ته پيدا کړي.

ویل کیږي افغان کرکټ بورډ کې ګڼو لاسوهنو په ملي لوبډله تاثیر غورځولی او د تیر په څیر نه ځلیږي.


کرکټ چارواکي
t