نړیوال جام؛ دا لوبډلې نیمه پایلوبې کوي

نړیوال جام؛ دا لوبډلې نیمه پایلوبې کوي

هندوستان د نیوزیلېنډ سره، خو آسټرالیا بیا د انګلستان سره د کرکیټ نیمه پایلوبه ترسره کوي

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام د مې میاشتي په ۳۰مه نېټه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب پيل سو، چي پکښي ۴ ټیمونو آسټرالیا، هندوستان، انګلستان او نیوزیلېنډ د ډیرو بریاوو په خپلولو سره دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.

افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډيز او سویلي افریقا هغه ۶ لوبډلي دي، چي دوهم پړاو ته ئې لاره نکړه پیدا.

ددې ټورنمنټ لومړی پړاو سیالۍ پرون شنبه پاي ته ورسېدې او سبا راتلونکې سې شنبه او چهارشنبه ئې بیا لومړۍ او دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کیږي.

لومړۍ نیمه پایلوبه راتلونکې سې شنبه د هندوستان او نیوزیلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي او دوهمه نیمه پایلوبه بیا رات

دوهمه نیمه پایلوبه بیا د راتلونکي پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي.

په یادو نیمه پایلوبو کي که هرې لوبډلي بریا خپله کړه، هغه به پایلوبي ته لاره پيداکړي.

ددې سیالیو پایلوبه بیا د رواني جولای میاشتي په ۱۴مه نېټه ترسره کیږي.

صابر حمیدي

 




t