حقیقت لاړ! نجیب منلی

حقیقت لاړ! نجیب منلی

څو ورځې مخکې د غزني د تاریخي کلا یو برج ونړېد.
نن محمد نواز حقیقت سانین سترګې پټې کړې.
د غزني د کلا برج د زمان جبر، د انسان لېونتوب، د افغان لنډفکرۍ او د حکومت بې غورۍ راوغورځاوه.
حقیقت سانین اوږدې ناروغۍ را نه واخیست.
د حقیقت مرگ او د غزني د کلا د برج نړېدل سره ورته غمونه دي.
د غزني کلا د نړېدو تر حده ورسېده، خو د اسلامي فرهنګ په پلازمېنه کې نه مرکزي حکومت، نه محلي حکومت او نه فرهنګي هستیو د دې کلا د ژغورلو له پاره نه یوه تیږه وښوروله او نه یې یوه ژبه وښوروله.
سانین د ماشوم د ادب له پاره او د ګواري ژبې له پاره ډېرې شپې رڼې کړې. کال وشو چې سانین ناروغ و. کاش ډېر مشران یې پوښتنې ته ورغلي وای خو…
د غزني کلا، د دې هېواد د تېر برم یوه نخښه ده. د دې کلا د برج نړېدل یوازې د څو خښتو رالوېدل نه دي. د دې هېواد د تاریخ یوه پاڼه ده چې شکېږي.
د برج په نړېدو څو تنو د حکومت بې غوري وغندله. کور یې ودان. که څه هم پر نیت یې شک ناروا نه دی.
هغو چې د غزني د برج په نړېدو له خپلې خولې ساړه اسوېلي وایستل، څو تنه یې د تاریخ د دغې پاڼې له متن سره اشناد دي؟
سانین د دې هېواد د فرهنګي شتمنۍ یو بې ساري څلی و.
د سانین پر مړینه به هم ډېر افغانان دردېدلي وي او لا ډېر به یې د درد اظهار کوي.
سانین د گواري ژبې شاعر و.
د دې لیکنې ټکي چې لولي، څو تنه یې گواري ژبه پېژني؟
د سانین په تلو، یوازې د سانین اولادونه نه دي یتیمان شوي. د گوارو د فرهنگی ماڼۍ یو پوخ برج ونړېد.
د افغان لېونۍ لنډفکري څو تنو لاشخورو ته د دې فرصت ورکوي چې زموږ تر منځ د قوم او ژبې، سمت او سیمې په نامه د بېلتون کرښې رسم کړي او بیا د همدې مصنوعي کرښو په نامه د سرو وینو لیکې جوړې کا.
حقیقت سانین د دغو لاشخورو پر وړاندې د قاف د غره په څېر ولاړ و.
د ماشوم ادبیاتو ته یې کار ویلی و. ځکه چې ماشوم د فرهنگي ماڼۍ د بقا تضمین دی.
سانین لاړ. په مخه یې د جننت ګلونه.
سانین پسې مه ژاړئ. سانین د ژړا سړی نه و.
د سانین قدر به هله پر ځای شي چې موږ د افغانستان د فرهنګي تنوع د ساتنې او پالنې په لار کې د افغانستان ټولو ژبو او د ټولو ژبو ادبیاتو ته د یوې بې ساري ملي شتمنۍ په سترګه وګورو.
سانین لاړ. خدای دې ورته خپل دیدار ورښکاره کړي.
ګواري ژبه لا شته. او د ګواري په څېر لسګونه نورې ژبې.
سانین مو و نه پېژاند. سانین مو و نه لمانځه. د سانین میراث ساتل غواړي.
و به یې ساتو؟



t