نجیب ځدران او د کاناډا سوداګریز لیګ

نجیب ځدران او د کاناډا سوداګریز لیګ

د کاناډا شل اوریزه لیګ دوهم پړاو (۱۸) ورځې وروسته د یو افغان لوبغاړي نجیب ځدراڼ په ګډون پیلیږي.

خو تر اوسه دا بشپړه معلومه نده چې نجیب الله به د یاد لیګ برخه وګرځې او که کورنۍ شل اوریزه لیګ (شپږیزه) کې به ولوبیږي.

د کرکټ بورډ اعلان له مخې شپږیزه لیګ سیالۍ به راتلونکي (اګست) میاشت کې د کابل په کوربتوب پیل شي.

کاناډا شل اوریزه لیګ تېر کال د کاناډا په نوښت پیل شو چې د نړۍ نامتو لوبغاړو پکې ګډون وکړ، نجیب الله ځدراڼ تېر کال هم د یاد لیګ برخه وه چې د (ټام موډي) تر روزنې لاندې یې ښې لوبې ترسره کړې.

نورخان آشنا



نجیب ځدران، کاناډا لیګ
t