نن د کندهار او هلمند د فوټبال منتخبي لوبډلي سره لوبیږي

نن د کندهار او هلمند د فوټبال منتخبي لوبډلي سره لوبیږي

د مسئولینو په خبره نن یکشنبه د کندهار ولایت په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال ولایتي سيالۍ پيلیږي، چي په لومړۍ لوبه کي ئې نن ماپښین ۴ بجې د کندهار الف منتخب د هلمند د منتخبي لوبډلي سره لوبیږي.

دا لوبي ۴ ورځنۍ دي، چي هره ورځ ئې دوې – دوې لوبي ترسره کیږي او نن بیا دوهمه لوبه د کندهار ب منتخب او زابل ترمنځ ترسره کیږي.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیراحمد رحماني زما راډیو ته وویل، چي په دې سیالیو کي د کندهار، هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو څخه لوبډلو ګډون کړی.

د رحماني په خبره، چي له کندهار بیا په دې لوبو کي دوه ټیمونه د کندهار الف او ب منتخبو لوبډلو په نوم لوبیږي.

ددې سیالیو موخه د میوند اتلانو لوبډلي ته ددې زون څخه د غوره لوبغاړو موندل دي.

صابر حمیدي

 



ولایتي سیالۍ
t