ننګرهار د امنیت لپاره بايد څو کارونه وشي!

ننګرهار د امنیت لپاره بايد څو کارونه وشي!

۱لومړيتوبونه بايد کټګوري شي او د پلان له مخې اجراات وشي -!

۲_ د حوزو امرينو لپاره دې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پيل شي.

۳_ په هره حوزه کې دي يوه لنډه سروې وشي او هغه خلک چې کورونه يې کرايي او يا ګروي دي او نوي يې دغې حوزې مربوطاتو کې کورونه نيولي وي بايد وپوښتل شي چې له کومه ځايه راغلي پخوا چېرته اوسېدل او بيا يې په هغې پخوانۍ سيمه کې پوښتنه وشي او اړوند حوزه ځان ډاډمن کړي.

۴_ ځايي او دايمي پلټنو محلونو پرځای دې سيارې ګزمې( د پوليسو موټرسايکلو په واسطه) په کوڅو عمومي او فرعي سرکونو کې وګرځي او وخت ناوخته دې په هره ساحه کې موټر توقف او وپلټي.

۵_ د امنيت امر دې د يخ ارکنډېشن پرځای د خپلو حوزو او د حوزو د پرسونل څارنه وکړي او د غلچکي چکپوسټونو څخه دې ځان باخبره وساتي ترڅو د حوزو مسؤلین خپلو سپارل شوي مسؤلیت ته توجه وکړي.

۶_ د حوزو د ملي امنیت مديران دې د وکيل ګز او مساجدو ملا امامانو سره تل په اړيکه کې واوسي ترڅو د‌ حوزې په مربوطاتو کې د ناپېژاندو او يا نويو راغلو اشخاصو څخه باخبره واوسي.

۷_ په ښار کې دې وخت ناوخته يو نيم کور تالاشي او وپلټل شي ترڅو مشکوک اشخاص په خپل پلان کې بريالي نشي او د خوف او وېرې په صورت کې ونيول شي .

نوټ؛ دغه پورته موارد دې عملي کړی شي که يې نتيجه ورنکړه زه به په عمر کې هم نيوکه ونکړم.

بل نوټ! دغه څو موارد زما د طرحې کوچنۍ برخه ده که چېرته وپوهېدم چې دلته د عمل کولو اراده موجوده ده بيا به ټوله طرحه امنيه قوماندانۍ مقام ته وسپارم.

عبادالله صديقي



ننګرهار امنیت
t