ارزګان: ۵ طالبان ووژل شول

ارزګان: ۵ طالبان ووژل شول

د افغانستان جنوبي ولایت ارزګان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، دا کسان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې افغان هوايي ځواکونو پرې بمبارې کړې چې دوه تنه یې ټپيان کړي هم دي.

ارزګان د افغانستان یو له نا امنو ترینو ولایتونو څخه دی چې په پرلپسې ډول په کې د پراخو وسله والو فعالیتونو خبرونه ورکول کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه چې د افغان هوايي پوځ د بمبار په پایله کې یې غړي وژل شوي، څه نه دي ویلي.

 

 


ارزګان، طالبانو ته مرګ ژوبله
t