نړیوال انقلابي شخصیتونه

نړیوال انقلابي شخصیتونه

دوه ویشتمه برخه – ابراهیم کایپاک کایا

ابراهیم کایپاک د ترکیې هیواد د نومیالیو انقلابي مبارزینو، د ترکیې د کمونسټ ګوند د بنسټ اېښودونکو او د مارکسیزم – لنینیزم د تکړه مفسرینو څخه وو چي خپل ټوله ژوند یې په مبارزه کي تېر او په همدې لار کي یې سر وخوړئ.

ابراهیم کایپاک کایا، په کال ۱۹۴۹، د ترکیې د سونګورلو په یوې بزګري کورنۍ کي وزیږېدئ. په ۱۹۶۷ کال کي د استانبول پوهنتون د فزیک پوهنځی ته بریالی سو او په پوهنتون کي یې د انقلابي جریانونو سره لومړنی اړیکي پیدا سولې. یو کال وروسته، د سیاسي فعالیتونو په خاطر د پوهنتونه وایستل سو. وروسته د ترکیې د کارګرانو او بزګرانو د انقلابي ګوند سره یو ځای سو. په یاد ګوند کي د تبلیغ او ترویج دنده ورغاړي وه او کایاک د خپلو وړتیاوو له مخي ډېر ژر لوړو ګوندي مقامونو ته ورسېدئ.
دا چي مصطفی کمال اتا ترک د وخت د موډرني ترکیې بنسټ ایښودونکی او د ملي انقلاب او خپلواکۍ لارښود وو؛ په ترکیه کي «کمالیزم» د چپي او راستي جریانونو ترمنځ، د وخت په یوې تودې سیاسي او نظري مسئلې باندي اوښتې وه. تقریباً ټولو سیاسي جریانونو د «کمالیزم» ړوند – مقلدانه ملاتړ کوئ، خو چپیانو د علمي میتود (ډیالکټیکي میتود) څخه په ګټي اخیستني د «کمالیزم» ښه او بد دواړه یادول. په ځانګړي ډول د مصطفی کمال اتا ترک تر مړیني او سیاسي اوښتونونو وروسته سیاستوالو که څه هم ځانونه د «کمالیزم» لارویان ګڼل، خو په واقعیت کي دوی کمالیستان نه وه، بلکې دده د نامه څخه یې یوازي د سیاسي تجارت لپاره استفاده کول. په ترکیه کي د کمالیزم څخه د انحراف د را منځ ته کېدو وروسته، د سیاسي او انقلابي جریانونو ترمنځ په دې بحثونه روان وه چي آیا موږ بیا ځلي د کمالیزم پر خوا ولاړ سو، که سیده د خلقي ډموکراسۍ له لاري د سوسیالیسټي انقلاب پر خوا؟ په دغه حساس وخت کي ابراهیم کاپایاک کایا د خپلي نادري پوهي او روان قلم په مرسته د «کمالیزم تزونو» په نوم خپل یو اثر ولیکئ او خپور یې کړئ چي د نوي – عصري ترکیې د جوړولو، د ارتجاع او امپریالیزم د ځپلو او فرهنګي اصلاحاتو په برخه کي یې د «کمالیزم» او ملي انقلاب لاسته راوړني وستایلې، خو بیا ځلي «کمالیزم» ته تګ او د تاریخ څخه سیاسي سوء استفاده یې نقد کړه او هغه کسان یې افشاء کړه چي په «کمالیزم» باندي تجارت کوي. ددې مسئلې پر سر د ترکیې د کارګرانو او بزګرانو د انقلابي ګوند څخه هم جلا سو او د ترکیې کمونست ګوند (مارکسیست – لنینست) ځانګړي او پیاوړي تشکیلات یې را منځته کړل. ترڅنګ یې دا چي ترکیه د مختلفو قومونو څخه تشکیل سوی هیواد دئ؛ ملګري ابراهیم کاپایاک، په ترکیه کي د [ملي مسئلې اړوند] خپل اثر او نظریات خپاره کړه. دده نادره سیاسي او تیوریکي پنځونو، د شرایطو دقیقي پېژندني او د مشخصي وضعي څخه مشخصو تحلیلونو، د ترکیې چپنما ګوندونو او نورو حاکمو طبقاتو ته نظري او عملي سرخوږي جوړ کړل او دوی یې اړ ایستل چي ابراهیم کاپایاک او ملګري یې سرکوب کړي او وټکوي. د ټکوني څخه د ځان ساتني په خاطر ابراهیم او ملګري یې مخفي سول، د ښارونو څخه ووتل او په کلیو او بانډو کي یې خپل نظامي او سیاسي تشکیلات را منځته کړل. د ۱۹۷۳ کال په جون کي، د تونجلي په غرنیو سیمو کي د انقلابیونو پر کمپ باندي پوځ یوه ناببره حمله وکړه. ددې لپاره چي د دښمن د پرمختګ مخه ونیول سي او نور ملګري ژر روغ ووځي، خپله د مرکزي کمېټي غړو او د ګوند رهبرانو هر یوه ملګري (ابراهیم، فهمي، علي حیدر، مظفر اوغلو او بوزکوت) وسلې ته لاس کړه او د دښمن سره یې مخامخ نښته پیل کړه. په جګړه کي علي حیدر او فهمي په شهادت رسېږي او نور ملګري پر شاتګ کوي. د دښمن لخوا تر پنځه ورځي تعقیب وروسته په داسي حال کي چي د ټولو لاسونه او پښې یخ وهلي وې؛ نیول کېږي. د ابراهیم کاپایاک څخه پښې پرې کوي او تر ۴ میاشتي بند وروسته یې په ۱۹۷۳ کال کي په شهادت رسوي.

یما سیرت


نړۍ، انقلابي شخصیتونه
t