بې قدره کمالداره – نعمان دوست

بې قدره کمالداره – نعمان دوست

له شاوخوا څلویښت کلونو راهیسې خپلې نوعې ته د خپل کمال په مټ خدمت کوي. دی هم غواړي د چا له جېبه پیسي راوکاږي؛ خو په ناولې طریقه نه. غلا نکوي، دومره پست نه دی چې بډې واخلي او نه دومره ظالم دی چې د پیسو لپاره انساني ژوند ته ګواښ پیښ کړي.
دا سړی استاذ بازار نومیږي، له سرپله له خپل کمال سره یو ځای یو کال مخکې د کابل بازار ته راغلی دی.
دې د ډيرو عادي آلو؛ اره،تېشه، دستکنه… په ذریعه لرګی تراشي او له هغه څخه په درېیو اندازو کې ( کوچنۍ، منځنۍ او سترې) کاشوغې جوړوي.
د یوې کوچنۍ کاشوغې قیمت یوازې لس افغانۍ دی. د متوسطې شل او د سترې پنځوس افغانۍ دی. د دې سړي په وینا چې هره کاشوغه کې ورته نیمې پیسې پاتې کیږي. یعنې هغه کاشوغه چې دی یې لس افغانۍ پلوري، پنځه افغانۍ ده ته تمامیږي او یوازې په پنځه افغانۍ د خپل لاس کمال خرڅوي.
دا شپیته کلن ترکاڼ چې کارته چهار کې د دهمزنګ – کوټه سنګي، د سړک تر غاړې له خپل یوه بل همکار سره ناست دی وايي چې د ورځې ۴۰-۵۰ مختلف سایز کاشوغې جوړوي او دومره ګټې چې خپله کورنۍ په عادي خوړو مړه وساتي.
استاذ بازار، د ولې لرګی کاروي. د کاشوغو وزن یې سپک دی؛ خو وايي چې مقاومت لري او که احتیاط ورسره وشي؛ ډير وخت کار کوي.
د دې ترکاڼ مخې ته له لرګي جوړې تورې هم ایښې وې، ما ویل په دې تورو څه کوې؟ د قتل اسباب جوړوې؟ هغه موسک شو، ویل خدا نکنه (نکند) زه له وینې تویولو سخت نفرت لرم. دا تورې د ښوونځيو شاګردان اخلي او کار دستي کې یې وړي.
ترکاڼي صنعت زموږ په وطن کې اوږدې ریښې لري. که څه هم اهل کسبه زموږ ټولنه کې ښه منزلت نلري او مفته خواره ورته په لوړ نظر نه ګوري؛ خو موږ له ملاصاحبانو دا هم اوریدلي و چې ترکاڼي له حضرت نوح ع راپاتې. خو دا چې له دې پیغمبر ع مخکې له لرګیو، شیان جوړیدل که نه؟ او که جوړیدل نو چا جوړول؛ معلومات نشته. البته په دې کې یو ستر سبق شته او هغه دا چې د کسب اهمیت ښيي. موږ مسلمانانو او ټول اهل دین ته د ځمکې پر سر له ټولو مقدس مخلوق پیغمبران دي، دا چې نوح ع پیغمبر و او ترکاڼي یې کوله، نو دا مانا چې کسب ډېره لوړه مرتبه لري. ځکه خو یوه حدیث شریف کې هم لولو: الکاسب حبیب الله ( کاسب، د الله ج دوست دی)
د پخوانیو زمانو نجارانو په ډير عادي وسایلو ښایسته او ښکلي شیان تولیدول؛ خو دې لاسي صنعت ته پاملرنه ونشوه او زموږ بازارونو ته د بیرونیو کارخانونو د تولیداتو بهیر رامات شو. د کارخانو ماشینونو زموږ د لاسي صنعتکارانو مټې فلج کړې. جګړې هم د لاسي صنایعو بازار ته قوې ضربې ورکړې؛ خو د تابوتونو جوړونکیو کار ته یې بیا ښه رشد ورکړ.
ښه مې یادیږي؛ زموږ کور کې یو ډیر پخوانی صندوق و. له لرګي جوړ و، حتی د میخ او فلزي چپه راس او زلفۍ پر ځای پکې هم لرګی کارول شوی و. پر صندوق عجیبه باریک او ظریف نقشونه و. دا د هغو نجارانو د لاس کمال و چې کلیو او باڼدو کې اوسیدل، نه یې سم کاري وسایل لرل او نه سمې کارې دستګاوې.
نجارانو، په زراعت کې هم ستر رول درلود. د کرنې وسایل؛ قُلبه، ماله، یوغ، موږي، منداڼو… هم نجارانو جوړول. د کوچنیو څارویو په غاړه کې به هم د نجارانو په لاس له لرګي یو شی جوړ و او هغه پسې به رسۍ تړل کیده.
پخوا، د انګړ لویې دروازې هم نجارانو د توت له لرګي جوړولې او لسیزې لسیزې کار یې ورکاوه.
زموږ د تره د کور غټه دروازه هم له لرګي جوړه وه. ډیره درنه او ډبله. هغه وخت چې سورمخو زموږ شین کلی بمباراوه، نو همدې ور اور واخیست. تر ډيرې پرې لمبې بلې وې. همدلته د کوترو ځالې وې، کوترې سکور شوې. دروازه هم تر ډيره وسوزیده، خو اوس هم ولاړه ده او کار ورکوي.
ما د جلریز بازار ته څیرمه د یوه کلیوالي جامع جومات له نندارې هم خوند اخیستی. د دې جومات چت کې لرګی کارول شوی او داسې په مهارت یې کارولی، لکه ټول چت چې یوه تخته وي. پر همدې بام د جنګونو پر مهال یوه غټه مرمۍ راپریوته. د چت یوه برخه یې ړنګه کړه؛ خو ماهرو نجارانو داسې ترمیم کړه چې هیڅ فرق یې نه کیده.
د اساسي قانون د ۱۳مادې له مخې؛ دولت د صنایعو پراختیا، د تولید د ودې او د کسبه کارانو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره پروګرامونه طرح کوي او عملي کوي یې. دولت شاید ښه پریمانه پروګرامونه طرح کړي وي؛ خو دلته غټه ستونزه په عملي کیدو کې ده چې دا برخه له حده پورته کمزورې ده.
په کار خو دا وه چې دولت د یوه خاص میکانیزم له لارې دغه شان لاسي صنعتکاران راټول کړي وای او مناسب کارځایونه یې ور ته پیدا کړي وای.
دولت او کورنیو کې هم باید دا ذوق را ژوندی شي چې د بهرنیو تولیداتو، هغه که د خلیفه اردغان د وطن وي، که د ایران د اخوندانو د وطن وي، که د پاکستان د مفتیانو د وطن وي، که د چین د کمونیستانو د وطن وي…. پر ځای د خپل وطن تولیدات وکاروي. په دې سره به لاسي صنایع وده وکړي او د کسبه کارانو ټول فکر به د هغو وسایلو تولید ته واوړي چې ډوډۍ پیدا کوي، انسان ته ارامي بخښي او… ګوندې په دې سره د وسلو کاروباریان له ډير خپګانه پړق وچوي.
نعمان دوست


نعمان کمالداره،
t