کرکټ: افغانستان الف له بنګلدیش الف ۴ منډې مخکې شوه

کرکټ: افغانستان الف له بنګلدیش الف ۴ منډې مخکې شوه

په لومړي پړاوو کې افغانستان له بنګلدیش الف لوبډلې لږ مخکې شو.

د افغانستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ څلور ورځینې لوبه وړمه ورځ پیل شوې ده چې نن یې دریمه ورځ ده او روانه ده.

دا سیالي د بنګله دیش د خولنا ښار په يوه ځايي کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

بنګلدیش لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې وې چې مقابل کې یې افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

په افغان توپوهونکو کې قیس احمد ۴۶ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۴۵ او عثمان غني ۳۹ زیاتې منډې کړې وې.

افغان لوبډله اوسمهال څلور منډې مخکې ده او بنګله دیش به نن د خپلې دویمې پاڼۍ پيل کوي او سبا د لوبې وروستۍ ورځ ده .

افغان کرکټ بورډ وايي، د بنګله دیش په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان توپ اچونکو له لوري یمین احمدزي او قیس احمد درې ـ درې لوبغاړي نوین الحق دوه او شرف الدین یو لوبغاړی سوځولی وو.


افغانستان، بنګلدیش الف ټیمونه
t