برعکس واقعیتونه

برعکس واقعیتونه

په معتبرو انټرنیټي ویبپاڼو کي مي د وخت د شرقي آلمان (سوسیالیسټي آلمان) د اقتصادي وضعیت په څرنګوالي پسي کتل. هلته راغلي وه، په شرقي آلمان کي دومره غربت وو چي آخر حکومت په غربي آلمان باندي انسانان خرڅول او په هغو پیسو یې ځان چلوﺉ.

کله چي مي بیا نوري اول لاس تاریخي سرچیني وموندلې؛ هلته د ٣٦٠ درجې برعکس واقعیتونو سره مخ سوم:

” د شرقي آلمان د صنعتي تولیداتو حجم، د نفوسو او تولید تناسب ته په کتو سره، تر امریکا وروسته په نړۍ کي دوهم ځای درلودﺉ. یوازي د صنعتي تولیداتو د حجم له نظره یې بیا په نړۍ کي لسم ځای درلودﺉ. د یاد هیواد نفوس د نړۍ ٠،٥ سلنه انسانان تشکیلول، په داسي حال کي چي د نړۍ ٥ سلنه صنعتي تولیدات یې درلودل. د کیمیاوي صنایعو د تولید په برخه کي یې په نړۍ کي اووم ځای درلودﺉ. نورو سوسیالیسټي هیوادونو خپل ٣\١ ماشین آلات د شرقي آلمان څخه واردول. تر ټولو جالبه هم دا چي د غربي برلین اوسېدونکي به، شرقي برلین ته د ښو اجتماعي خدماتو څخه د برخمن کېدو لپاره تلل.“

یما سیرت



واقعیتونه، یما
t