عقیده، باور او هیله

عقیده، باور او هیله

۱ ـــ عقیده: د یوه کلي خلکو هوډ وکړ، چې د باران د ورښت له پاره دعا وکړي، په کومه ورځ، چې د کلي ټول خلک په ټاکل شوي ځای کې سره را ټول شول، نو یوازې یوه هلک له ځان سره چترۍ راوړې وه. دا یانې عقیده.

۲ ـــ باور: باور کولای شو د یوه یو کلن ماشوم له احساس سره یې تشبیه کړو ! کله چې تاسو هغه پورته غورځوئ، هغه خاندي، ځکه چې هغه باور لري، چې تاسو به یې بېرته ونیسئ. دا یانې باور.

۳ ـــ هیله: موږ هره شپه خپل خوب ځای ته ځو، له دې ډاډ څخه پرته، چې سبا به ژوندي له خوب را ویښ شو، خو تاسو تل د خپلې بلې ورځې له پاره پروګرام لرئ. دا یانې هیله.

ژباړه: عطا محمد میاخېل


معلوماتي، باور، عقیده او هیله
t