پښتانه او عدم تشدد -علي خان محسود

پښتانه او عدم تشدد -علي خان محسود

د عدم تشدد ساده تعریف یانې په اسان ټکو کې هغه عمل ته وایې چې د ژوند ټولې ربړې او ستونزې د زور ظلم او طاقت په لار نه حل کوي’ یانې عدم تشدد منفي تشدد بلکې ټولې ربړې د منطق, روغې او جرګې مرکې صلاح مشورې له لارې سمولو عمل ته وایي. ویل او کول دواړه باید د تشدد نه خلاص وي. عدم تشدد ډېر ګران کار او عمل دی, تشدد ډېر اسان دی, د تشدد نتیجې ترخې او ناتللې وي. تشدد نه کرکه, نفرت, ډار, وېره, بې قراري او تیاره ټوکیږي. تشدد نه د ټولنې ټول روشت هغه که ملي وي او که د یوه وګړي؛ شل کوي.
تشدد نه د ټولنې ټول رنځونه زېږېږي. بلخوا ته د عدم تشدد نه مینه, ورورولي, روغ سوچ او فکر؛ ملي او ټولنیز ژوند کې رڼا خورېږي. د انسان د لاسه انسان او نورو ژوندیو سیورو ته د خېر ښېګرې لارې پرانیزې ـ عدم تشدد د انسانانو سرونه او زوړونه ګټي. تشدد; بدل او انتقام ته لار سموي. عدم تشدد ګران عمل دی؛ ډېر خلک دغه فکر لري چې ګنې عدم تشدد د ډارن انسان کار دی’ چې خپل بدل همت نه لري ـ په جوته همداسې ښکارې؛ مګر که په نتیجو یې ژؤر غور وشي’ نو عدم تشدد د ډارن کس یا قوم کار نه دی’ بلکې د پیاوړي انسان کار دی. عدم تشدد دوه اصلونه لري —– یو سیاسي لکه د ګاندهي جي لار؛ او بل د رغونې عمل یانې ملي او شخصي اصلاحي لار; د لوی بابا باچا خان!
همددې فرق نتیجه وه’ چې ګاندهي جي عدم تشدد د پېرنګي خلاف په سیاسي ډګر کې استعمال کړو, باچا خان د پښتون ملت د ژوند نه د تشدد ختمولو لپاره نتیجې یې څرګندې دي’ چې ګاندهي جي د سیاسي تشدد ښکار شو او باچا خان د تشدد پسند قوم په مېنځ کې تر اخیره پورې د تشدد ښکار نشو. دا ځکه چې باچا خان عدم تشدد د ټولنې د اصلاح لپاره او ګاندهي جي د سیاسي موخو لپاره ډېر خلک دغې توپېر ته پام نه کوي. عدم تشدد یو داسي عمل دی چې انسان د دي عمل په ذریعه بل انسان ته ماتې ورکوي. په دې ماتې وینه نه تویېږي بلکې تشدد پسند انسان پخپل عمل باندي پښمانتیا ته اړ کېږي ـ تشدد پسند انسان په حقیقت کې پیاوړی نه وي بلکې د کمزوري کریکټر انسان وي د اوږدې هلې ځلې او پرله پسې عمل جوګه نه وي؛ ژر او سمدستي نتیجه غواړي همدغه وجه ده چې تشدد لنډه لار ونیسي’ تشدد وکړې, سوچ وروسته پرې کوې؛ وروسته د ځوابي تشدد نه د ژغورنې په تکل کې شي چې ددې سره دده ژوند دوزخي شي؛ نفسیاتي یانې روحي بیمار شي, شکي او وهمي شي, په هر چا یې شک کېږي’ چې دده دښمن دی. همددې په وجه د روغ سوچ او فکر نه بې برخې شي, هر وخت د بدل او یا ځان د بدل نه بچ کولو په تکل کې وي. همدغه وجه ده چې دیکتاتوران د هیواد واګې د تشدد د لنډی لارې تر لاسه کړي بیا د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره تشدد پېل کړي چې په اخیرو کې پخپله د کرکي نفرت او ځوابي تشدد ښکار شي. دغه دیکتاتوران په حقیقت کې پیاوړي خلک نه دي. دوۍ شکي مزاجه ظالمان, بې رحمه او ډارن خلک دي, ډېر خلک په دې اند دي چې عدم تشدد هله بریالی دی چې مخالف لوری دومره رسیدلی وي چې د عدم تشدد په اهمیت او قیمت وپوهیږې, د تمدن پوړۍ ته رسیدلی وي چې عدم تشدد په کمزورۍ شمار نه کړې’ بلکې د یوه سالم کریکټر په تله یې وتالې.

ټولو پیغمبرانو خپل دین او فکر د عدم تشدد له لارې خورولو یاني واعظ, نصحیت, تلقین د انسانیت او ورورولۍ او دغسې نور ——– دا ځکه چې دوۍ ټولنه اصلاح کوله؛ اصلاح په تشدد نۀ شي’ بلکې په عدم تشدد کیږي. د خدای رسول حضرت محمد د جنګ لارې اسلام نه دی خپور کړی’ بلکې لوی اخلاقي قوت په زور یې مخالفین په دې قانع کړې ول’ چې دی د جاه او جلال لپاره نه’ بلکې د انسان نه د اصلې انسان جوړولو په تکل کې دی. دۀ هله مقابله کړې ده’ چې مقابلي ته مجبور شوی دی. دا ځکه چې حضور؛ عربي او انساني ټولنه رغوله, دوۍ ته درک و’ چې تشدد نه تشدد زېږېږي. نفرت, کرکه او ډار خپوروي. دۀ دغه ثابتول غوښتل چې ددۀ دین او نظام د عدل او انصاف پر بنسټ ولاړ دی’ یانې تلونکی نظام د ظلم ملګری او راتلونکی نظام د ظلم مخالف دی. په بله مانه «تلونکی نظام عذاب او راتلونکی نظام دین رحمت دی» حضور پکښې ثابته کړه. همدغه وجه وه چې اسلام ژر خپور شو. که چیرې حضور هم تشدد چور چپاول پېل کړی وای، نو هیڅوک به دې ظالم سیسټم ته چمتو نه و. همدغه وجه ده چې اسلام کې په صبر او زغم باندي ډېر زور اچول شوی دی. تاکید پرې شوی دی. صبر, زغم د عدم تشدد بنسټي ستنې دي ـ

باچا خان د عدم تشدد د فلسفې لاندې داسې افغان روزوه چې ګټه کولی هم شي او د تیار خوارو نه د ساتلو جوګه هم وي. باچا خان ته پته وه چې افغان ملت د ګټې مېړنی دی؛ مګر د تشدد په وجه د ساتلو نه دی, دده په ګټه بیا نور تیار خواره قومونه او ولسونه مزې کوي, دده بچې وږې, بې علمه پاتې شي. دغه نن موږ افغانستان کې وینو چې پښتون ملت د روسیانو خلاف وجنګېده؛ مګر نن مزې نور څوک کوي. دا ځکه چې اقلیت منظم او اکثریت غېر منظم دی ـ

باچا خان په دې پوه وو چې پښتون په زوره جنت ته درسره هم نه ځې؛ مګر په مینه, محبت او عزت په لار دوزخ ته هم ځي. چونکه باچا خان ټولنه او ملت رغول! همدغه وجه وه، چې دغه صرف د عدم تشدد لاري ممکن و. باچا خان اصلاحي انسان و, اصلاحي کارونه په زور نه کېږي, د قوم اصلاح د جرګو, مرکو او د مشورو په لاره کېږي. مینه, محبت, اخلاص, ښه نیت او جذبه نیت پکار دی. ټول عمر باچا خان د ربړې حل د عدم تشدد له لارې لټولی دی. داسې کارونو لپاره سړه سینه, لویه ساه, صبر او زغم پکار دی او باچا خان دغه ټول درلودل. اوس دې ته کتل پکار دي چې پښتون په ژوند او ټولنه کې تشدد ولې غالب دی؟ آیا زموږ په وجود او خټه کې څه داسې څه اصافي شته چې تشدد ته مو هڅوي او که زموږ جغرافیایي, پروت والی داسي دی, ګذرګاه ده او زموږ په قومي کریکټر او ناسته پاسته او سایکالوژي باندې اثر انداز شوی دی؟
زما په خیال موږ هم دغسي انسانان یو؛ لکه دا نور —— موږ هم غواړو چې ښه کور او کالی ولرو, بچې مو ماړه او تعلیم یافته وی. هیڅ یو پښتون خپل کور او وطن, کلی قصداً میرات کول نه غواړي؛ مګر بیا همداسي کېږي. دا ولي؟
دغه ډېر علمي او ستغ سوال دی, ځواب یې هم دومره اسان نه دی, راځئ چې د شخصي تشدد او ملي تشدد ولې په ګډه ولټوو ـ
زما په اند زموږ خاوره د معلوم انساني تاریخ نه د وږو تږو, نیم وحشي قومونو, ولسونو او لښکرو هند ته د تګ راتګ لپارہ ګذرګاه پاتې شوې ده, هغه درې چې د دروازو په نوم یادیږيري, زموږ د خاورې لوی پښتونخوا په مېنځ کې پرتې دي؛ لکه دره خیبر, کرم, ګومل او دره بولان داسې نورې…! هند ته تګ په وخت او یا د هند دفاع په خاطر په دغو درو کې بې حسابه وینه توی شوې ده’ چې وړومبی ښکار یې موږ وو او یو. که څوک تاریخ ولولي’ نو دغه انساني چپې هر ۵۰۰ کاله پس زموږ په خاوره راغلي دي, دوۍ داسې بربادي او تباهي راوستې ده’ چې له هرې چپې او زلزلې یې موږه د تمدن د مدار نه بېرته غورځولي یو; همدغه وجه ده چې زموږ په خاوره د ډول ډول مذهبونو او تمدنونو نښې نښانې پاتې دي. څوک ورته د تمدنونو د یو ځای کولو دیګ وایې څوک ورته Cross Roads Of Civilisations وایې. همدلته د بدهـ مت د عدم تشدد مذهب بالغ شوی او خپور شوی دی. لاندې باندې پښتونخوا یې مشاهده ده’ چې تاریخ کې ورته ګندهاري تمدن یا بله مانه کوشاني دور ورته وایې. کوشانیان د بدهـ مت منونکي ول! دغه کلتور ځکه غټ شوی و’ چې تقربیاً ۶۶۰۰ کاله د امن او سولې فضا وه. یو چینایي بدهایي عالم چې په ۶۳۰ ع کال یې د پښتونخوا زیارت کړی و, دا ځکه چې پښتونخوا د بدهایانو لپاره داسې مقدسه وه لکه څرنګه چې عربستان د مسلمانانو لپاره دی. دوۍ خپلو سفرنامو کې د بلخ نه تر ټیکسلا پورې یوه سمسوره, پرامنه, مالداره پښتونخوا لیکلي ده، مګر د دوۍ د زیارت نه څو کاله پس هغه بدبختي بیا رانازله شوه. د شمال له خوا نیم وحشي ولس راښکاره شو’ چې تاریخ کې ورته “هن” وایې. سمسوره پښتونخوا یې له خاورو سره د داسې سمه کړه’ چې تر نن ورځې پور‌ې زموږ هغه مدني معراج په نصیب نشو.
د “هن” نه وروسته مسلمان عرب او ترک راغلل. دوۍ هم د ګندهاري تهذیب ویخ وېستو؛ چونکې اسلام ضد بت و، نو ځکه دوۍ هر څه مات رامات کړل’ چې اخري زړه پرې طالبانو ۲۰۰۱ کال په مارچ کې سوړ کړو ـ

زموږ خاورې ته چې کله هم موقع په لاس ورغلې ده؛ د تمدن په لور یې کوچ کړی دی, عدم تشدد زموږ د خاوري پیداوار دی، مګر زموږ خاوره جیو پولیټیکلي دومره اهمیت لري’ چې هر وخت د پهلوانۍ په ډګر اوښتې ده. پښتون ملت حالات جنګ دی. د هندي مغولو چې ګورګاني هم ورته وایې د ایراني صفاوي واکداران, بیا پېرنګیانو او زارې روس, ورپسې شوروي او د غرب ترمېنځ کمیونزم او کېپټلېزم, د ګرمو اوبو او نن سبا امریکا, اروپا, ناټو د ګیپ تیل په سر وینه تویوي. نن یې د انرجۍ په سر زموږه نه د بزکشۍ سخی جوړ کړی دی, القاعده او تالېب له پاسه دی او جناب کرزي صاحب د غره د کربوړې پشان یو سترګه یې امریکې ته او بله یې شمالي اتحاد یانې سقاویانو ته نیولې ده د شسکپیر په ژبه «To be or not to be» په مېنځ کې ګیر دی. زما په اند بله وجه یې زموږ اقتصادي, تعلیمي وروسته پاتې والې دی, زموږ اقتصاد اویا برخه د څارویو او زراعت پورې تړلي دی, زموږ ټولې جګړې او تشدد د څړ په سر وي او یا د ځمکې په سر دغه تشدد یوې قبېلې له بلې سره؛ د یو یوه وګړي له بل سره; زموږ د جدید تجارت او تعلیم نه تر خپله وسه ډډه کړې ده. هغه پښتون چې هند او یا پښتونخوا کې ښاري ژوند ته مجبور شوی دی, هغه وړومبي نسل کې پنډيتوب او څوکیدارې کړې ده او دوېم درېم نسل کې یې کسب, تعلیم او تجارت ته مخه کړې ده; مګر په دریم نسل کې اصلي پښتون نه دی پاتې! ——– کابل کې به «ما افغان هستم» ځینې جوړ وي او په هند کې به ترې «ميں پټان هوں» همدغه وجه ده چې باچا خان د تعلیم, کسب او تجارت اړخ ته اړولو هلې ځلې کړي دي. دۀ ورته ازادې مدرسې جوړې کړې او پخپله یې کسب زده کړو؛ دا ځکه چې بې کسبه, بې هنره قوم کله هم پرمختګ نۀ شې کولای. د تجارت لپاره یې د ګوړې منډۍ خلاصه کړه; تلې ته یې لاس کړو چې د پښتون د سر نه دا غرور وباسي چې تجارت د هندوانو کار دی.
باچاخان ته د خپل وخت پښتنو خانانو او ملکانو بد رد ویل پېل کړل چې دی موږ شرموي. باچا خان پښتنو وویل’ چې پېرنګی ځکه نن په نړۍ سپور دی’ چې تاجر, کسبګر او تعلیم یافته دی’ نو موږ ته هم پکار دي’ چې د ګټې وټې نورې لارې ولټوو; تر څو به د څړ او ځمکې په سر جنګونه کوو؟
پښتون ته خپل ورور سره تشدد کول غیرت ښکارې. دغه د باچا خان برکت, همت او خواري وه’ چې کوزه پښتونخوا کې ورو ورو تعلیم, تجارت او هنر ته مخه شوه ـ باچاخان په دې رسیدلی و’ چې پښتون ملت هله د داخلي تشدد مخه نیولی شي’ چې دی تعلیم یافته, پوه, د کسب خاوند او له تجارت سره اشنا شي. بې روزګارې تشدد ته لار جوړوي, چې روزګار قوم یا سړې نیولی وي او بوخت وي.
پښتانه به په کال کې صرف د فصل په وخت او د رمو په وخت په روزګار و. نور کال به پیتاوی ته ناست و, معمولي معمولي خبرو به یې جګړې کولې; باچاخان ددې حالاتو بدلولو کوشش کولو ـ لکه چې مخکې چې ما وویل: زموږ جغرافیایي موقعیت داسې دی’ چې د لویو طاقتونو د سیالۍ په خپل ډګر؛ د خپل زمان سره اوښتی دی. لرې به نه ځو؛ زموږ هېواد د صفاوي ایراني سلطنت او هندي مغولي سلطنت ترمېنځ ویشلی و, د دوۍ ټوله پهلواني زموږ په خاوره وه، نو جوته خبره ده چې د دوی د پهلوانۍ ښکار وو. هغه وخت پښتونخوا په شمال او جنوب باندي تقسیم وه پېښور, کابل او تر مزاره د مغولو سره وه. کندهار, هرات د صفایانو سره; مګر ژوبله د کندهار پښتنو ته رسیدله. همدغه وجه وه چې کندهار به کله مغولو او کله صفایانو سره و’ چې په سیاسي ژبه کې ورته ZaK Appel وایې. همدغه وجه وه’ چې کندهاري او هراتي پښتانه راوېښ شول؛ د میروېس نیکه په مشرۍ یې صفاویان وټکول او بیا وروسته د لوی بابا احمد شاه په برکت مغول او ایرانیان دواړه وټکول شول, د جدید بنسټ او تشدد جنګ جګړې د پښتونخوا نه هند او ایران ته منتقل شوي’ چې څه وخت لوی بابا احمد شاه ۱۷۷۳ع کې کفن په سر کړو!
میرویس نیکه او احمدشاه بابا چې افغان ملت د مغولي او صفاوي د غلامۍ او مریتوب نه خلاص کړی و, دوی خپل دولت افغانستان پوره ټینګ کړی نه و’ چې یو ځل بیا زموږ خاوره د دوه لویو طاقتونو د پهلوانۍ د ډګر په بدلیدو اړخ ته روانه شوه. چونکه اروپایان یا پېرنګیان د هند په تاریخ کې اولنی قوم دی’ چې دوی هند د سمندر له لارې ونیولو. هند چې د سرو زرو د مرغۍ شهرت لرۀ، همېشه لپاره د شمال غرب د پښتونخوا له اړخه اشغال شوی او قبضه شوی وو, په وړومبي ځل کابل بیا پېښور ورپسې پنجاب, لاهور, ډهلي او بنګال !!!
پرنګیان یواځنی ملت و’ چې دوۍ اپوټا کار وکړو. دوۍ وړومبی بنګال بیا ډهلي بیا لاهور او پېښور او ورپسې د کابل هڅې؛ چې پېرنګی موږ ته رارسیدو. سل کاله یې هند لوټ کړی و, پېرنګی د مړې خېټې, غښتلې, سیاسي, اقتصادي او د ټیکنالوژۍ قوت سره راغی؛ په ۱۷۵۷ ع یې بنګال نیولی و, په ۱۸۴۹ ع کې یې د لاندي پښتونخوا مرکز پېښور ونیولو, د پاسه زار سلطنت یانې روسیان د آمو سیند اړخ ته را په دانګونه وو.
د احمدشاه بابا د وفات نه پس نالایقه سرداران د داخلي تشدد ښکار شوی و. پېرنګیانو او روسیانو د مقابلې لپاره نۀ پلان و او نۀ عقل ….! سرداران د یو بل نه د څرمنو او سترګو اېستلو په لوبه کې بوخت ول. چونکی پېرنګي د هند په فوځي او سیاسي تاریخ پوه ول’ چې د هند دفاع شمال غرب کې ده’ نو ځکه دوۍ قدم په قدم راغلل —- د هند دروازې یې ټولې په قبضه کې واخیستي, افغانان یې په کور دننه جنګ سره اچولي ول, اخیر یې دومره کمزوري کړل’ چې په ۱۸۹۳ کال کې تش په نوم امیر ته نیم افغانستان وروسپارلو. د ډیورنډ کرښه تېره شوه, د زارې روسیانو او پېرنګیانو د پهلوانۍ ډګر پښتونخوا شوه ـ چې څه وخت په ۱۹۴۷ کال پېرنګیان لاړل! بیا د امریکې او سوویت یونین تر مینځ راګیره شوه, د تور د کودتا نه تر شورویانو تر وتو پورې افغاني خاوره تباه او برباده شوه, د کفر او اسلام تر نوم لاندې داسې تباه او برباده شوه’ چې بحث ته څه ضرورت نشته. موږ او تاسو چې دا نن دلته ناست یو ژوندی ثبوت دی’ چې څه پاتې وو. هغه د اسلام ټېکهدارانو خپل منځې بزکشۍ او تشدد کې رالړه کړو ——— نن لاندې باندې پښتونخوا د اسلام ټیکهدارنو اخیستي ده Nato او امریکې ورته لاندې وتي دي ، تاجک او پنجابیان ډالر راټولوي موږ وینه ورکوو سبا چې ارام شي. دغه د اسلام ټیکهدار پښتون به بیا په کابل او کراچۍ کې د پنجابي او تاجک څوکیدار وي. ماشومان به یې مشعولوې, تر ژبې لاندې به یې نسوار اچولې وي: وایې به چې جهاد مې وکړو. دی به ځکه چوکیدار چې جهاد کړی وي, د جهاد نه پس به دی بې علمه او بې کسبه وي. تاجک او پنجابی به ډاکټر, انجینیر او ایډوکیټ وي. تر څو پورې چې موږ تشدد ته شا کړې نه وي, منظم شوې نه یو. پښتون ملت به خوار او زار وي! همدغه ده چې لوی بابا د عدم تشدد نسخه د پښتون سیاسي او اقتصادي وجود د رغولو لپاره خوښه کړي وه.
په دي ایټمي دور کې عدم تشدد نه صرف د پښتنو لپاره بلکې ټولې نړۍ لپاره یواځینۍ لاره پاتې ده. که ایټمي تشدد وشو’ نو انساني نسل په بشپړه توګه د ورکیدو سره مخامخ دی’ نو ځکه ورځ په ورځ د لوی بابا د عدم تشدد لاره اهمیت پیدا کوي, عالمان د باچا خان ژوند باندې څېړنې کوې’ چې دغه څرنګه انسان و’ چې تشدد پسند قوم کې یې د عدم تشدد تبلیغ کولو؟
که چېري په دې دور کې په تشدد ربړې حل کیدای شوې؛ نو پکار وه چې افغانستان نه د ګلونو باغ جوړ وی. چونکی موږه تقسیم یو’ نو ځکه یو قوت په پېښور کې ورانی کوې, ورانې او تباهي دواړو غاړو ته زموږ دي. زما په اند تر څو پورې چې کابل او پېښور په یو هیواد کې نه وي سنبال شوې؛ دغه تشدد به روان وي. دا ځکه چې پښتون ملت باوجود اکثریت د خپل تشدد پسند کریکټر او غیر منظم توب په وجه خپل ملک کې بي واکه دی, د اقلیتونو د خندا دی, ټوکې او مسخرې پرې کېږي. پینځه تاجک په کابل کې د برابري کوې, لاندې پښتنو باندې پنجابیان سواره دي! تر څو پوري چې پښتون ملت منظم نۀ شي او د عدم تشدد په لار روان نۀ شي؛ ټول عمر به مو خلک د ښکاري سپو په څېر کله د یوه مقصده لپاره او کله د بل مقصد لپاره جنګوي ـ پرون کمونېسټ پښتون ټول جهان کې کمونېزم خپرولو! خپلمنځي تشدد په وجه چې څه پاتې ول؛ خپل استاد داسې وټکولو چې استاد بې وقوف هم میرات شو …
Ali Khan Mahsood, President Pashtoon Social Democratic Party (PSDP)


مقاله، پښتانه او عدم تشدد
t