په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – پنځوسمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – پنځوسمه – برخه

د خلیفه مقتدي باامرالله او د بغداد امیر ملکشاه اړیکې دومره ښې نه وي څومره چې د ارسلان اوطغرل اړیکی وی خو نظام الملک د اړیکو په مناسب ساتلو کې خپل رول درلود، دا اړیکی هغه وخت ډیری خرابی شولی کله چې سلجوقیانو د خلافت دربار تنظیم لپاره یوکس د ابوالفتح بن ابی الیث لیثي په نوم وټاکه، نوموړی ډیر بدخلقه انسان و خلیفه د دی لپاره چې خپل تعلقات د ملکشاه سره عادي حالت ته راوګرځوي د خپل واده مسله یې وړاندی کړ، ملکشاه خبره ومنله خو د انجلی مور دا شرط په خلیفه کیښود چې خلیفه به وینزو سره اړیکه نه ساتي خلیفه موافقه وښود واده تر سره شو خو اړیکې ښې نشولی.
بله ورځ خلیفه د خپل ناوی ټول خدمتګاران له خپل حرامسرای څخه وشړل او خپل هغه تعهد یې هم مات کړ چې خپلی خواښی سره یې کړی وه، دا دواړه پیښی د دی سبب شول چې ناوی پلار کره لاړ شي او هلته یې ځوی پیدا شي یعنی جعفر بن مقتدي او هم لږه موده وروسته ناوی مړه کیږي.
۴۸۵ هجري کې چې کله مقتدي باامرالله غواړي خپل مشرځوی احمد بن مقتدي خپل ولیعهد وټاکې ملکشاه خبریږي بغداد ته راځي او پر خلیفه فشار راوړي چې جعفر بن مقتدي خپل ځای ناستی وټاکه کوم چې د مور له مړینی لږه موده مخکې زیږیدلی و.
خلیفه دی کار ته تیار نشو، خبره ګواښ ته ورسیده خلیفه مجبور شو چې د مشوری لپاره له امیرملکشاه څخه لس ورځی مهلت واخلي خو ملکشاه پدی لس ورځو کې مړ کیږي او خلیفه خپل مشر ځوی احمد بن مقتدي ملقب په مستظهربالله خپل ولیعهد ټاکې.
۴۸۷ کې مقتدي ناڅاپه ناروغه کیږي او ناروغي همدومره دوام یې وکړ چې خپل ځوی ته بیعت واخلي او مړ کیږي.
تاریخ خلفا کې راځي چې نوموړی ځینی دیني کارنامی لرل لکه له بغداد څخه د سندرعاړو او نڅاګرو میرمنو شړل، د کوترو الوزولو منع کول، او کاغذ پراني بندول او هم یې کښتیو والا ته امر کړی و چې کښتیو کې نر او ښځی به یوځای نه سوروي.
د مقتدي له مړینی وروسته د ملکشاه ځوی برکیارق په لاس د مستظهربالله د عمومي بیعت چاری ترسره شوی او دی کار کې میشتو سردارانو سره اتفاق درلود.
یوه یادونه کوم دا چې برکیارق په ډیری لیوالتیا د بیعت چاره تر سره کړ د دی علت مورخینو دا ښودلی چې د خلیفه بل ورور جعفر بن مقتدي د ملکشاه د بل ځوی سره لاس یو کړی وو چې د ملکشاه ځای ناستی شي، یا که په لنډ وویل شي د برکیارق او مستظهر د کرسیو مدعیان سره متحد شوي وه دی کار دا دواړه هم سره متحد کړل.
انځور: د خلیفه مستظهربالله د وخت سکه (دینار)

اکبر شیر


اسلام، خلافت
t