يو شمېر پوهنتونو ته د اعتبار ورکونې ملي سندونه ورکول شول

يو شمېر پوهنتونو ته د اعتبار ورکونې ملي سندونه ورکول شول

شپږو دولتي او خصوصي پوهنتونو ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اعتبار ورکونې ملي سندونه ورکړل شول.

دغه سندونه نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، اړوندو پوهنتونو مسؤولینو، HEDP پروژې کارکوونکو او بېلابېلو ادارو استازو په کې ګډون کړی و، یادو پوهنتونو ته ورکړل شول.

کابل، کابل طبي علومو ابن سینا، کندهار، افغان امریکایي، کاردان او کاتب هغه پوهنتونونه دي چې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په پروسه کې یې ټاکلي معیارونه پوره کړي او د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې داخلي او بهرنیو واحدونو له خوا یې لوړې نومرې اخیستې دي.

«لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تحصیلي پروګرامونو د ارزونې په برخه کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې پروسې د اړتیا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، په افغانستان کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې پروسه په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوه او دا لومړی ځل دی چې د هېواد یوشمېر پوهنتونونه د کیفیت په برخه کې د اعتبار ورکونې سندونه ترلاسه کوي.»

لوړو زده کړو سرپرست د کیفیت لوړونې په پروسه کې د یادو پوهنتونو بریالیتوب د هېواد د علمي نظام معیاري کېدو لپاره ښه زیری وباله او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تحصیلي بنسټونو ته اعتبار ورکونه او پر هغوي فشار راوړل، کیفیت لرونکي او معیاري تحصیلي سېستم ته د رسېدو لپاره د یو ښه مدیریت برابرول دي.

«د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زده کړو په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار حمیدالله فاروقي شپږو علمي بنسټونو ته د اعتبار ورکونې سندونو ورکړه په اکاډمیکه برخه کې ستره لاسته راوړونه وبلله او زیاته یې کړه دغه ګام به په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د علمي رقابت، سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو ته د رسېدو لپاره د هغوی د لا هڅونې لامل شي.»

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې رئیس پوهاند حاجي محمد نعیمي دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ته د اعتبار ورکونې پر لارو چارو او لازمو معیارونو معلومات ورکړل او ویې ویل؛ هغه پوهنتونونه چې د اعتبار سند ترلاسه کوي په دې مانا چې د علمي معیارونو د پوره کولو لپاره اقدامات ترسره کوي.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو پراختیایي پروژې (HEDP) رئیس نور احمد درویش په سیمه او نړۍ کې د اعتبار ورکونې پروسو پر ډولونو او اړتیا خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په پروسه کې یې د یادې پروژې د همکاریو په اړه معلومات ورکړل.
غونډه د ذکر شپږو پوهنتونو مسوولینو ته د اعتبار ورکونې سندونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.



t