خوست او پکتیا ولایتونو کې د پیازو ساتلو ۱۰۰زېرمې جوړیږي

خوست او پکتیا ولایتونو کې د پیازو ساتلو ۱۰۰زېرمې جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا (#NHLP) د خوست او پکتیا ولایتونو بزګرانو لپاره د پیازو ساتلو ۱۰۰ زېرمې جوړیږي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامې چارواکي وایي، چې د دغو ۱۰۰ زېرمو له ډلې ۸۰ په خوست او پاتې ۲۰ یې په پکتیا ولایت کې جوړیږي. د دوی په خبره د پیازو ساتلو ددغو جوړېدونکو زېرمو د ۵۰ هغو ظرفیت په یوه وخت کې له ۵ تر۷ ټنه او د ۵۰ نورو یې بیا ظرفیت له ۱۰ تر ۱۵ مټریک ټنه دي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ برنامې چارواکي وایي، چې د پيازو د سړو خونو په جوړیدو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .

ددې ترڅنګ بزګرانو او د پیازو سوداګر د یادو زېرمو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې پياز په ارزانه بیه پلورل کېدل، چې هم دوی ته هم بزګرانو ته یې زیان ډېر و.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې جوړې شوي دي.




t