لغمان: پر کروندګرو د زعفرانو پياز ووېشل شول

لغمان: پر کروندګرو د زعفرانو پياز ووېشل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د مرکز او بادپښ ولسوالۍ پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي.

د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددې ولایت د مرکز او بادپښ ولسوالۍ پر پنځو مخکښو بزګرانو د زعفرانو د ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو څلور زره او ۲۲۰ کیلوګرامه پیاز، پنځه کیلوګرامه د عفوني ضد درمل، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي.

د لغمان دکرنې رییس وویل، پر دغو بزګرانو پر هریوه د زعفرانو ۴۸۴ کیلوګرامه پیاز، ۱.۶ کیلو ګرامه تقویتي سره، یوه کیلو ګرامه د عفوني ضد درمل او د کرنیزو توکو اړوند یوه کڅوړه وېشل شوي دي.

د ښاغلي خوشحال په خبره ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه برخمن شویو بزګرانو ته وویل، چې د تېرکال د ننداریزو قطعو پایلې ښیي، چې بزګران د نورو محصولاتو په پرتله د زعفرانو له کرکېلي زیات عواید تر لاسه کړې و، چې د دوی د اقتصادي ودې لامل شوي دي.



t