سپين بولدک کې د سوداګرۍ د پراختيا هڅې؛ ماليې وزارت يې ژمنه کړې

سپين بولدک کې د سوداګرۍ د پراختيا هڅې؛ ماليې وزارت يې ژمنه کړې

د عوایدو او ګمرکونو معین کندهار ولایت ته د سفر په مهال د سپین بولدک د ګمرک او د دې ولایت د صنعتي فابریکو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د چنګاښ میاشتې په ۱۵ مه نېټه کندهار ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ، د کندهار له والي سره د لیدو ترڅنګ یې د سپین بولدک د ګمرک او د دې ولایت د صنعتي فابریکو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، او د کندهار والي ښاغلي حیات اللهحیات، د ګمرکونو او د دې ولایت د مستوفیت په مختلفو چارو، لکه د عوایدو لوړېدل، د عوایدو له اتلافه د مخنیوي، د ګمرکونو او مستوفیت په چارو کې د اصلاحاتو چټکتیا او نورو موضوعاتو په هکله خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

همداراز د عوایدو او ګمرکونو معین د سپین بولدک سرحدي ګمرک له مختلفو برخو لیدنه وکړه او د چارو ښه پرمختګ لپاره یې اړینې لارښوونې ورکړې.

ښاغلي رقیبي، له سوداګرو سره په لیدنه کې وویل، چې هڅه به وکړي، څو سپین بولدک په یوه سوداګریز مرکز بدل کړي. د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، د ملي سوداګرو د ستونزو اورېدو ترڅنګ له هغوی څخه غوښتنه وکړه، چې مالیې وزارت سره د قانون پلي کېدو، د ګمرکي عوایدو را ټولېدو او اسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

په دې سربېره، د عوایدو او ګمرکونو معین په کندهار کې له دوو صنعتي فابریکو هم لیدنه وکړه



t