د چارواکو خاطرې، د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ

د چارواکو خاطرې، د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ

د ١٩٢٨کال د فرورۍ مياشت کي چي امير امان الله خان له برلين [المان] څخه روانېده، څو شېبې ترمخه يوه المانۍ راغله او له امان الله خان سره ئې د کتو غوښتنه وکړه. امير اجازه ورکړه، ښځي اعليحضرت ته وويل:

” …واکمنه!

زه د برلين يوه شريفه او ستونزو ځپلې کونډه يم، زما ستونزه دا ده، چي زه د شارلاټ په نوم يوه لور لرم. هغې په ١٩٢٣کال له يوه افغان سره واده وکړ او له هغه سره يوځاى کابل ته ولاړه او هلته ئې هستوګنه پيل کړه. له بده مرغه پر ١٩٢٦کال د هغې مېړه مړ سو او د هغه ورور ته پاته سوه.

لېوره ئې ترې د واده هيله وکړه؛ خو شارلات ونه منله. د شارلات له افغان مېړه نه دوه ښکلي زامن دي. په١٩٢٧ع کال نجلۍ برلين ته د راتګ پريکړه وکړه؛ خو افغان چارواکيو ورته وويل، چي د افغانستان د قوانينو له مخه ته پخپله تللاى سې، خو خپل مسلمان کوچنيان له ځان سره نسې بېولاى.

شارلات له همدې کبله په افغانستان کي اوسېدل غوره وبلل او نن سبا په کابل کي اوسېږي.

واکمنه…!

زه د هغې کړېدلې مور يم، د هغې په بېلتانه کي مي زړه او روح ناکراره دي. زه له تا هيله لرم، چي زما شارلاټ ته اجازه ورکړئ، چي له بچو سره يوځاى برلين ته راسي”.

پر اميرامان الله خان باندي کيسې ډېر اغېز وکړ او سملاسي ئې خپل ځاني سيکرټر راوغوښت او د شارلات لپاره ئې مياشتنى معاش ومانه. د دې ترڅنګ ئې د کابل ستر کمشنر ته وليکل چي شارلاټ او بچو ته ئې د برلين د تګ اجازه ورکړي. اعليحضرت د شارلات مور ته سپارښتنه وکړه، چي د شارلات دوه بچيان دي مسلمانان وروزل سي. د شارلات مور د سر په ټيټولو له اميره مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د شارلات د زامنو د مذهب ساتنه به کيږي او همداسې به مسلمان پاته وي.

ـــــــــــــــــــــــــــ

سرچينه: اروپا ته د اعليحضرت امان الله خان سفر، د مولانا زاهد يونليک، د اجمل ښکلى ژباړه



t