هلمند: له سېلابونو د ژغورنې په موخه يو شمېر پروژې پيل شوې

هلمند: له سېلابونو د ژغورنې په موخه يو شمېر پروژې پيل شوې

هلمند کې له باراني او سيلابي اوبو څخه د ځمکو او کورونو خونديتوب لپاره د ۱۲ پروژو چارې پېل شوې.

د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو د تنظيم ادارې له لوري د څه باندې ۲۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د له باراني او سيلابي اوبو څخه د ځمکو او کورونو خونديتوب په پار د ۱۲ پروژو چارې نن د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان له لوري پېل شوې.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: د ډیرو بارانونو پرمهال سېلابونه د خلکو کورونه، باغونه او ځمکي له منځه وړي او ددې ترڅنګ هلمند سیند او یو شمېر کانالونه هم په ډیرو ځایونو کي خلکو ته زیان اړوي چي ددې ستونزي د مخنیوي لپاره به یادي پروژې ګټورې تمامې شي.

د هلمند والي ښاغلي یاسین خان وايي: ددې پروژو په پلي کېدو سره به ۶۰۰۰ کورنۍ په مستقم ډول ګټه پورته کړي او تر ۱۰۰ زره پوري نوري کورنۍ به غیر مستقیم ترې ګټه واخلي.

هلمند والي د پلي کوونکو شرکتونو ته لارښوونه وکړه چي رغنیزي چاري د اړوند قرارداد مطابق ترسره کړي او هیڅ ډول غفلت پکې ونه کړي.

د هلمند سینديزې فرعي حوزې رئيس انجينر محمد انور ذهين ددې پروژو په اړه وویل: د اوبو مخنیوي لپاره به ۱۰۹۴۰ متره دیوالونه په مختلفو سیمو کي ووهل شي ترڅو د سېلابونو او سختو اورښتونو پرمهال خلک د اوبو له زیانمنېدو څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو هم پدې پروژو خوښي وښوده او په اړوند چارو کې يې د خپلې بشپړۍ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.



t