هلمند: د انګورود نويو ډولونو کرنه مروج کېږي

هلمند: د انګورود نويو ډولونو کرنه مروج کېږي

اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په څېړنیز فارم کې د (۲۱) ډوله انګورو مورني بڼونه جوړ شوي دي چې له یادو بڼونو څخه هرکال بزګرو ته زده کړې او د اړتیا وړ قلمې ورکول کیږي.

د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مسؤل رفيع الله قلم وايي،  د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنيز فارم کې همدا مهال د میوه جاتو ، سبزیجاتو او حبوباتو په لسګونو نوعو او سيټونو باندې د فني او مسلکي کارمندانو لخو تحقیق او ریسرچ کیږي چې له جملې یې د انګورو پورتنیو ډولونو حاصلات لوړ او ښه ارزول شوي دي.

هغه وايي،  څوکاله وړاندې هلمند ته له هیواده بهر دانګورو یو شمیر وارد شوي ډولونه چې دهلمند کرهڼي اوبولګولو او مالداری ریاست په ځانګړې غوښتنه ددې ریاست اړوند بولان څیړنیز فارم کې لمړی په څیړنیز شکل احداث او دپوره توافق او ښه پایلو ورکولو وروسته دامهال دمورني سټاک په شکل روزل او پالل کیږي.

د هغه په خبره په دې ورستیوکی دیاد ریاست رئیس زلمی (الکو) په ځانګړی هدایت سره هرکال دیادو باغونو څخه په هرموسم کې د ۲۰۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ پورې قلمې هلمندي بڼوالو ته په وړیا ډول په اختیار کې ورکول کیږی.

 همدارنګه باید یادونه وکړو چې د انګورو یاد ډولونه دښه خوند لرلو ترڅنګ ترپخیدو وروسته په سړو خونوکی دزیات وخت ساتلو او تجارتي شکل پوره وړتیا د ځانه ښئي.



t