علامه استاد حمیدالدین فراهي، پنځمه برخه

علامه استاد حمیدالدین فراهي، پنځمه برخه

د علي ګړ له موندنو معلومیږي،چې مولانا فراهي ته د مقابلې وظیفه ترلاسه کیده له داخلې دوه کاله وروسته ۱۸۹۳ کې له اله آباد پوهنتون یې په دوهمه نمره دولسم وکړ، دا کال هیڅ زده کوونکی اول نمره بریالی نه شو.
دوه کاله وروسته ۱۸۹۵ کې مولانا فراهي د اله آباد پوهنتون د ارټس څوارلسم ټولګی هم په دوهم نمره ګۍ ووایه د ۱۸۹۵ ز په لومړیو کې له څوارلسم فارغ شوی و، غوښتل یې چې د همدې کال په فرصت کې د شپاړلسم لپاره ازموینه ورکړي دا چې مولانا د عربي متخصص شوی و لهذا خاص امادګۍ نیونې ته یې اړتیا نه درلوده په همدې اساس پرته له ځنډه یې په ازموینه کې کیناستل غوښتل،خو د ځینو نه پریښودونکو لاملونو له مخې یې شپاړلسم ونه شو ویلی په دې لړ کې امین احسن اصلاحي صیب لیکي چې:

” د څوارلسم سند مولانا له اله آباد پوهنتون واخیست له هغه وروسته یې د شپاړلسم لپاره هم ځان تیار کړی و خو په ازموینه کې کینناست،لامل یې په غالب ګمان دا و چې تر کومه بریده د څیړنې او تنقید اړیکه ده د دې لارې خو ورته له پخوا ایله وې اوس نو یوازې د کاغذي سند ترلاسه کولو په پار ازموینو ته تګ راتګ او کیناستل پاڅیدل یې له طبعیت سره بیخي خلاف وو
د شپاړلسم خیال له ترک کونې وروسته مولانا فراهي مروج قانون ( L L B) د قانون څوارلسم ویل پیل کړل چې یادونه یې خپله په دې ټکو کې کړې ده:
” او له دې وروسته دوه کاله پورې د خپلې رضا او ناخوښۍ برسیره مې د مروج قانون L L B مطالعه کوله بیا مې پریښوه او تدریس مې پیل کړ.

ـ د عملي ژوند آغاز
فراهي علیه الرحمه د عملي ژوند پیل د سندھ مدرسې کراچۍ کې د معلم په توګه وکړـ
کراچۍ کې له ۱۸۹۷ تر ۱۹۰۴پورې لس کلن قیام او اوسیدنه کې فراهي ته هغه فرصتونه برابر شول چې هغه دې په قرآن د خپل کار پیلونه وکړي داسې چې یو نوی دور جوړېده او زیری یې ورکوه
د قرآن تفسیر او د قرآن په علم یې ځینې کتابونه همدلته ولیکل له کراچۍ وروسته یې په مسلم کالج علي ګړ، میورسینټرل کالج اله آباد او عثمانیه پوهنتون حیدرآباد دکن غوندې مشهورو تعلیمي ادارو کې درس ورکړ.
۱۹۱۹ ء کال کې خپل پلرني وطن ته ستون شو او هلته یې تر وروستي عمره د مدرسة الاصلاح او د سرای میر د نظامت مسولیت ترسره کاوه
ادامه لري….

شفیع الله تاند



مولانه فراهي
t