سریلنکا کې د عجبې دندې اعلان !

سریلنکا کې د عجبې دندې اعلان !

د سريلنکا حکومت د هغو زندانيانو لپاره چې په اعدام محکوم دي د سر قلم کولو او په دار کولو لپاره جلادانو ته ضرورت لري ، نو د‌ هرچا چې عمر د ۱۸ او ۴۵ کلونو تر منځ وي، قوي شخصيت، ستره باډۍ او ښه دماغي توازون ولري له شارټ ليست کېدو ورسته دندې ته نيول کېږي.

تر اوسه پورې ۱۰۰ کسانو دې وظيفې ته خپلې سي ويانې ليږلې دي.

سريلنکا کې له تېرو ۴۳ کلونو نه څوک چارمارۍ شوي او نه د چا سر له تنه بېل شوی، په داسې حال کې چې ۱۰۰۰ زندانيان تيار د چارمارۍ کولو لپاره په شرايطو برابر دي. د‌حکومت وروستي رسمي جلاد هم چې د‌ دار پړی او تخته وليده اعصابو يې کار پریښود، بل يې چې مقرر کړی دی، تر اوسه پورې پټ ګرځي او کار ته نه حاضرېږي‌.

نو که خپله ينه مو په کفارو يخوئ دغه يې موقع ده.

نور احمد عایل



معلوماتي، نړۍ، سریلنکا
t