د خلیلزاد سحر ګره دپلوماسي

د خلیلزاد سحر ګره دپلوماسي

د وال سټریټ ژورنال د جولای پر ۷ لیکي نهه میاشتي مخکي د ټرمپ حکومت خلیلزاد ته د افغانستان د سولي وظیفه ورسپارله. پدې وخت کي، خلیلزاد د افغانستان جنجالي او غیبت ګویه سیاستوال سره راغوڼد کړل. اورپايي او آسیايي سر ښارونو ته يې بې شماره سفرونه وکړل. د امریکا له سیاسي حریفانو او ناراضه ملګرو څخه يې د کومک غوښتنه وکړه. خلیلزاد دغه راز د طالبانو له شکاک او پارانویډ ذهنیت سره هم ګوزاره وکړه.

خلیلزاد دا ګرده ماتیدونکي او نازک شیان لکه د سرکس ماهر جادوګر په عین زمان کي په هوا کي وساتل. هغه پدې نهو میاشتو کي د پام وړ پرمختګونه وکړ.

وال سټریټ ژورنال لیکي خو اوس خلیلزاد وايي چي په هوا کي د هغه د سحر او جادو د شیانو د څرخ سرعت به لا ډېر سي، او ښايي ریسک يې هم ورسره زیات سي. هغه غواړي چي د طالبانو سره د سپټمبر تر اولي پوري یوې عمومي موافقې ته ورسېږي.

وال سټریټ ژورنال لیکي یو امریکايي مبصر وايي چي که چیري د سولي موافقه وسي، په اغلب ګومان به انتخابات وځنډول سي. خو که چیري انتخابات وسي، د انتخاباتو نتایج به ډېر وخت وغواړي، او په هغه صورت کي به د سولي ځنډېدل حتمي سي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چي د قطر د خبرو په وروستي روانډ کي امریکایانو د خپلو ټولو قواوو د ایستلو لپاره له دریو کالو څخه دوه نیمو کالو ته راکښته سوي دي، خو طالبانو په قاطعیت سره ورته ویلي دي چي په نهو میاشتو کي به وزي.

اخبار لیکي له هغه وخت راهیسي چي خلیلزاد د طالبانو سره رسمي خبري شروع کړي دي، هغه هیڅکله یوې موافقې ته د رسېدو په هکله خپله عجله نه ده پټه کړې.

وال سټریټ ژورنال کاږي د دې لپاره چي پر طالبانو باندي د مذاکراتو پر مېز باندي فشار زیات کړي، امریکايي عسکرو پر طالبانو نظامي عملیات او بمبارۍ زیاتي کړي دي. خو تر اوسه پوري داسي نښي نښانې نسته چي د هغوی نظامي فشار دي پر طالبانو باندي کومه محسوسه اغېزه کړي وي. بلکي په مقابل کي طالبانو هم خپلو حملو ته کش ورکړی دی.

وحید فقیري


لیکنه، والسټریټ ژورنال
t