د واشنګټن کتاب پلورنځي- وحید فقیري

د واشنګټن کتاب پلورنځي- وحید فقیري

زه ۱۹ کلن وم چي څه جدي مطالعه مي شروع کړه. هله زه په جرمني کي د بادنوهایم په ښارګوټي کي اوسېدم. زموږ د اوسېدو ځای یو ستر عمارت وو، او په جرمني ژبه کي يې «لاګر» باله. دلته زیات ځوان افغان مهاجرین اوسېدل، خو څو افغان فامیلونه هم راسره میشته ول. د لاګر عمارت د جرمني د معمارۍ سره سم جوړ سوی وو، او پنځه منزله يې لرل. کلکینان يې دایروي، چهارکنجه، او مستطیل شکله ول. په هر اطاق کي څلور، پنځه، او کله نا کله شپږ تنه هم اوسېدل. زموږ چپرکټونه دوه منزله ول. په هره کوټه کي د مخ او لاسونو د پرېولول لپاره یوه دستشوی نصب سوې وه. هرو دوو تنو د کالیو لپاره یوه وړه لمارۍ لرله. بس، د کابل د پوهنتون د لیلې ژوند وو، خو دا ځای څه پاک او عصري وو. پر تقسیم اوقات برابر يې درې وخته ډوډۍ راکوله. د عسکري او د قشلې ژوند ته ورته یو راز ژوندون وو.

د همدې ځوانانو په مینځ کي یو کس د حسیني صاحب به نامه راسره اوسېدی. حسیني تر ما مشر وو، ښايي د ۳۵ او یا ۳۶ کالو به وو. تک تور چنګچنګي ورېښتان یې درلودل. سپین رنګه ځوان وو، او منظم او تک سپین ښاغونه یې لرل. جالبه او مهربانه خندا يې کوله. کله چي به يې خبري کولې، سترګي او حرکات يې جدي او درانه برېښېدل. مهذب او دروند شخصیت لاره. اصیل کابلی وو، او په مذهب شیعه وو. څرنګه چي تر موږ ډېر مشر وو، او په سیاسي او اسلامي برخه کي يې څه مطالعه هم لرله، نو مدام به په مجلس کي ګډ وو، پر سیاسي او ایدلوژیک مسایلو به مو بحث سره کاوه. البته په بحثونو کي زموږ مشر او رهنما وو.

پدې وخت کي د ایران ستر اسلامي متفکر،‌علي شریعتي، خورا محبوب وو. حسیني خپله هم د شریعتي افکارو سخت متاثیره کړی وو. تل به يې په شریعتي استناد کاوه. حسیني ما ته د شریعتي څو کوچینۍ جزوې راکړې، او ما په خورا خوند او غور ولوستلې. مطالب يې نوي ول، او افکار يې ناب او تازه ول. دین، اسلام، او سیاست ته يې اپروچ بېخي نوی وو. او تر ټولو مهمه دا چي افکار يې مترقي او سیاسي ول، او خلګ يې سیاست ته تشویقول.

خو پدې زمانه کي تر ټولو جالب کتاب چي حسیني صاحب ما ته راکړ، هغه د یو مصري لیکوال لنډه جزوه وه. اوس مي د لیکوال نوم هېر دی، خو د لیکوال قوي او نوي استدلال سمدستي منګ کړم. ځکه لیکوال په خپله یو وخت کمونست وو، خو اوس يې د کمونزم پر ضد لیکلو ته ملا تړلې وه، او په اصطلاح اشفاګري يې کوله. زما ښه په یاد دي چي لیکوال په لومړيو صحفو کي لیکلي ول چي د دې کتاب خام کوک يې په طیارې کي د یوه اوږده سفر په ترڅ کي ترتیب کړی وو. مانا خاکه يې په طیاره کي سوې وه.

د کتاب ښېګڼه دا وه چي پر کمونیزم باندي يې له یو مترقي او نوي زوايي څخه ګوزارونه کول. د کمونستي نظام استبدادي محتوا، اقتصادي کمزورتیا، د تک حزبي زیانونه، او د یوې نوي طبقې د تشکیل پر مسایلو باندي يې بحث کاوه. څرنګه چي هله په افغاني ټولنه کي پر کمونزم باندي انتقادونه عموما د «الحاد،» او «اخلاقي خوساتوب» پر محور باندي راڅرخېدل، او چندان خوند يې نه کاوه، خو د دې لیکوال انتقادونه په اصطلاح «به دل چنګ مېزد» او واقعا وارد او په زړه پوري ول.

زما کتاب دونه خوښ سوی وو چي زیاتره برخي مي په یوې کتابچې کي کاپي کړي وې. هله په افغان مهاجره ټولنه کي د کتابونو کاختي وه، او پیدا کول يې بېخي زیات زحمت غوښت.

کله چي زه په ۱۹۸۳ کي امریکا ته راغلم، دلته هم د افغان مهاجره ټولنه نوې د تشکیل په حالت کي وه،‌ او ډیرو کمو خلګو څو محدوده کتابونه لرل. هغو خلګو چي دانه مانه کتاب يې لاره،‌ هغوی احتکار کاوه،‌ او له چا سره يې نه شریکول. په افغان جامعه کي د کتاب بخل او پټول یو کړغېړن دود دی. ښايي موږ پدې باور یو چي د کتاب زړېدل د کتاب پر اهمیت باندي ور زیاتوي! حال دا چي د کتاب لوست او عامیدل د کتاب ارزښت لا زیاتوي.

خیر په هر صورت، له نېکه مرغه پدې وخت کي د واشنګټن په افغان ټولنه کي د فکر او ذوق خاوندان کرار کرار ډېرېدل، او د کتاب او بحث دایره مو غټېدله. بلخوا، زموږ سترګي هم ورو ورو خلاصېدلې، او د واشنګټن د غني او با کلتوره سیمي سره بلدېدولو، او په اصطلاح لاري او کوڅې مو پیدا کولې.

د ۱۹۸۰ په اولو کلونو کي، په واشنګټن کي زما لپاره د کتابونو د رانیولو یو مهم دوکان (د انقلاب کتاب پلورنځی) یا (ریولوشن بوکس) وو. دا کتاب فروشي په واشنګټن کي د ۱۸ سړک غرب پلو ته واقع وه. دوکان له پخو خښتو څخه جوړ وو. او د واشنګټن په یوې تاریخي سیمي کي يې موقعیت لاره. د کتاب پلورنځي مدیریت د امریکا کمونسټ حزب کاوه. د امریکا کمونسټ حزب پدې وخت کي یوه وړه جریده هم خپروله،‌ او د اخبار پر سر به يې د چکش او لور تکه سره ټاپه لګېدلې وه. د حزب مشر په فرانسې کي ژوند کاوه، او ادعا یې کوله چي د امریکا امپریالیستي پولیس يې وژني.

پدې زمانه کي چي به زه ریولوشن بوکس ته ورغلم، یوه ځوانه، غټه، تکه سره او سپینه امریکايي انجلې به په دوکان کي ولاړه وه، او د دوکان چاري به یې سبمالوې. د هغې ورېښتان اوږده او تک ژړ ول. غټي عینکي به يې په سترګو وې، او کله چي به خبري کولې او احساساتي به سوه، باړخوګان به يې تک سره واوښتل، شیني کوکۍ سترګي به يې د کټه بیني عینکو شاته ځلېدلې، او قدم پر قدم یې پر سړي باندي هجوم راوړی. ما به ګومان کاوه چي د غټ بدن ګرده غوښي يې ښوري، او په ټول بدن خبري کوي. خوشحاله او ټوکي انجلې وه. د امپریالیزم، استثمار، جنګ، او د وسلو د تجارانو کلمات يې زیات کارول.

پدې وخت کي، په لاتیني امریکا کي چپي ګروپونه په موج ول، او جمهورریس ریګن ته يې د سر په کاسه کي اوبه ور کولې. کله چي به ما د افغانستان په باب خبري ورته کولې، او د شوروي د تجاوز مذمت به مي کاوه، هغې به څه د شک په سترګه راته کتل.

یوه ورځ يې راته وویل،«تاسي د درېیم جهان خلګ چي امریکا ته راسئ، دلته مو د امریکا ګروپان او څراغونه دماغونه در ګډوډ کړي، او روڼاګاني مو په سر واخلي.» خو ما به ورته ویل چي د شوروي اشغال ناروا او ظالمانه دی، او زه د یو مترقي ځوان په صفت د اشغال او تجاوز مخالف یم. دا مي هم ورته ویل چي امریکا د افغان مجاهدینو سره پدې خاطر کومک کوي ځکه چي امریکا پدې کي خپله ګټه ویني، او یو ستر حریف يې کمزوری کېږي.

خیر په هر صورت، څرنګه چي پدې وخت کي زما انګریزي کمزورې وه، خو له نېکه مرغه په رویولشن بوکس کي زیات فارسي کتابونه پیدا کېدل. ما د چین د انقلاب د مشر، ماوو تسه دون، ټول نظامي اثار همدلته پیدا کړل. دا کتابونه په خورا ښه فارسي ترجمه سوي ول، او په چین کي په خورا ښه کاغذ او سرو پلاستیکي وقایو کي په جېبي قطع کي چاپ سوي ول. دا کتابونه زما لپاره غنیمت ول، او تر اوسه پوري راسره سته. پدې کتاب فروشي کي په فارسي ژبه ښې مجلې پیدا کېدلې. اکثره مجلې د لاتین امریکا پر حالاتو باندي راڅرخېدې، او ما به په شوق لوستلې.

لدې ځایه زما یوه بده خاطره دا ده چي دلته د پارکینګ پیدا کول ډېر سخت کار وو. البته اصلا په واشنګټن کي پارکینګ میندل کوه قاف ته ختل دي. زه به هلته ګرځېدم او راګرځېدم، خو پارکینګ به نه وو. بالاخره مي فیصله وکړه چي راسه خپل ټکسي موټر یو څنګ ته د څو شېبو لپاره ودره، او په منډه کتاب پلورنځي ته ورسه. ما به همدا کار وکړ، ژر ژر به مي نوي کتابونه او مجلې وکتلې. خو خامخا به په کتاب پلورنځی کي څه وځنډېدم، ځکه حتما به مي د دوکانداري سره یو نس مجلس وکړ. د ها چي به راووتلم، د موټر پر ښیښې به مي د جریمې ټکیټ لګېدلی وو، او د واشنګټن موسمي بادونو به ښوروی. سرې لیکي به يې له لیري راته ښکارېدلې. ما به هم پولیس ته د زړه د اخلاصه یو څو رکیک او غلیظ ښکنځل د ځان سره وکړل، او ټکیټ به مي په قهر راوخیست. عموما به يې پر ۲۵ ډالرو باندي دایره راګرځولې وه. طبیعت به مي څه خټه سو، خو پدې پوهېدم چي ګناه زما وه، ځکه په غلط ځای کي مي موټر پارک کړی وو.

د واشنګټن بله مهمه کتاب پلورنځی (کامن کانسرن) په نامه وو. دا کتاب پلورنځی ډوپانټ چوک ته څېرمه د واشنګټن په خورا قیمتي برخه کي پروت وو. د ۱۹۸۰ په کلونو کي، د افغانستان په برخه کي نوي چاپ سوي کتابونه عموما دلته تر بل هر ځای ژر پيدا کېدل. کتاب پلورنځی په دوه منزله ځای کي وو. تنګي زېنې یې لرلې، او خالي ځای په کښې نه وو. عموما به څو تنو ځوانانو کار په کښې کاوه، او هر راز کتابونه یې لرل، خو زیاتره کتابونه يې سیاسي ول. هر وخت به مشتریان په کښې ګرځېدل را ګرځېدل. او عموما به يې مشتریان د شا و خوا دفترونو خلګ ول. ما د مشهور امریکايي لیکوال، فقید لويي دوپرې، کلاسیک کتاب (افغانستان) همدلته واخیست. د دې کتاب په میندولو واقعا خوشحاله وم. هغه ورځ ما فکر کاوه چي یوه ستره خزانه مي پیدا کړې ده.

اوس چي د آمازان ډاټ کام زمانه ده. کتاب پلورنځیو ته چندان څوک نه ځي. هر کتاب چي دي خوښوي، په آمازان کي سته، او ډاګي يې د کور دروازې ته درته در وړي.

خو زه اوس هم کتاب پلورنځیو ته ځم، او هلته مي تر بل هر ځای ساعت تیر وي. اوس مي د کتاب رانیول تر ټولو مهمه کتاب فروشي د سالوېشن ارمي یا د (نجات د لښکر) دوهم لاس کتابونه دي. دا ځای زما له کوره د موټر په سرعت فقط د لسو دقیقو لاره ده، او په هفته یا دوو کي خامخا هلته ورځم. که ژوند باقي وو، پدې باره کي به بل وخت خپلي خاطرې در سره شریکي کړم.



خاطره، واشنګټن
t