راشد خان يو نړيوال مقام بايللی

راشد خان يو نړيوال مقام بايللی

د کرېکټ نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له لومړي مقام څخه اتم ته راښکته شوی دی او په دې سره يې يو نړيوال مقام بايللی دی.

راشد خان چې کرار توپ اچوونکی دی، د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې يې مخکې لومړی مقام درلود.

اوس مهال د نوموړي ځای دهندوستان بومرا نيولی دی.

خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا په دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.

راشد خان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.




t