منيبا مزاري کلکه اراده

منيبا مزاري کلکه اراده

منيبا مزاري د پاکستان د بلوچستان ايالت په يوه معمولي کورنۍ کي زیږېدلې ده.

نوموړي په ۱۸ کلنۍ کي د پلار د خوا وهڅول سؤل چي واده وکړي.

خو د دې په وينا چي ما نه غوښتل واده وکړم!

خو پلار مي په زوره يوه بلوچي ته په نکاح کړم چي وروسته مو واده وسو.

زما واده يو ناخوښه واده وؤ.

د واده څخه درې کاله وروسته په ۲۰۰۷ ميلادي کال کي چي زۀ د ۲۱ کلنو وم، يوه ترافيکي پيښه مو وکړه( موټر ټکر وکړئ)

د ټکر کېدو په حالت کي مي ميړه د موټره وغورځيدئ او زه يې په موټر کي يواځي پرېښودم.

کله چي ټکر وسو نو زما په بدن کي ډېر شمېر هډوکي مات سوي وه. لکه د دواړو پښو هډوکي د اوږې هډوکي، د دواړو لاسونو هډوکي او د ملا هډوکي.

خو بيا هم زه ژوندۍ وم او تر روغتون پوري ورسېدلم.

دوه نيمي مياشتي مي په روغتون کي تيري کړلې تر څو روغه جوړه سم.

په هره درو او څلورو ورځو کي مي يو يو عمليات درلودلئ.

ډاکټران به هره ورځ راته راتلل او ماته به يې ويل چي منيبا ستا تېر عمليات ناکامه سو موږ بايد ستا عمليات بيا وکړو.

زما په پښو کي حس نه وؤ او ما خپلو پښو ته حرکت نسوای ورکولای.

دوه مياشتي وروسته ډاکټر ماته راغلئ او ماته يې وويل: ته کولای سې رسامي وکړې او بيرته د پخوا په شان خپلي رسامۍ ته دوام ورکړې، ځکه ستا د لاس ټيټانيم خپل ځای ونيوئ او ستا لاس اوس يو عادي لاس دئ.

زه د روغتون د سپينو دېوالونو څخه په تنګه سوې وم.ما خپل ورور ته وويل زه نور د دې سپين رنګ څخه په تنګه سوې يم زه غواړم رنګونه ووينم رنګونه جوړ کړم.

زما ورور ماته د رسامۍ شيان راوړل او ما بيا د پخوا په شان رسامۍ وکړلې.

ما اول ځل خپل د مرګ د بستر رسامي وکړل.

زما ډاکټر ماته په خندا وويل ته اوس د اوسپني انجلۍ يې!

زه بخښنه غواړم! خو له دې وروسته ته نسې کولای اولاد پيداکړې.

زه وروسته تر دوه نيمو مياشتو د روغتون څخه رخصت سؤلم.

زما ډاکټر ماته د رخصتېدو په وخت کي وويل چي ستا په بدن کي اوس هم زيات خوږ هډوکي سته او ماته يې وويل چي زه به د دوو کلنو لپاره پر يوه ځای پرته يم او ډېر به نه ښورم.

زه په پوره توګه ناسمه وم…

زه خپل کورته پخير راورسيدم..

ما خپلي مور ته وویل: ولي زه؟

ولي زما سره هر څه کيږي؟

ولي بايد زه؟

دا هغه ورځ وه، چي ما خپل د ځان څخه پوښتني شروع کړې!

زه ولي ژوندۍ يم؟

په دغه ورځ زه پوه سولم چي الفاظ څومره توان او طاقت لري.

زما مور ماته وويل چي خدای ج ستا لپاره يو غټ پلان لري زه نه پوهيږم هغه به څه وي؟ خو هغه ستا لپاره غټ پلان لري.يو وخت به ته پوه سې چي خدای پاک زما لپاره څومره غټ پلان درلود او ولي زه!
زه په يوه خونه کي پر يوه چپرکټ د پوره دوؤ کلنو لپاره پرته وم.

يو کليکين وؤ چي ما به د چوغکو شورماشور ته کتل د هغوی غورځېدلو ته به مي کتل.

ما د خپل ځان سره اراده وکړل چي زه به خپل د بېري سره جنګ کوم.

ډېر خلک بيره لري.

ځيني د پيسو د بايللو بېره لري.

ځيني د انسان د مړ کېدلو بېره لري.

ځيني د ملګري د لاسه ورکولو بېره لري.

خو ما خپل د ځان د بېري سره جنګ کوئ او هغه به مي له منځه وړل.

لومړۍ بېره ماته د طلاق وه!

زه هغه چاته واده وم چي هغه هيڅکله نه غوښتل نور زه واوسم.

ما غوښتل هغه ازاد ژوند وکړي او زما څخه خلاص سي.

يوه ورځ ما خبر واوريدئ چي د هغه د واده ورځ ده!

ما هغه ته ميسيج واستوئ؛ «زه ستا لپاره ډېر خوشحاله يم او زه د خدای تعالی څخه دعا کوم چي تاته خير پېښ کړي».

ما خپل د طلاق بېره دا وخت له منځه یوړل.

هغه نن پوه سو چي ما په حقيقت کي د هغه لپاره د خدای پاک څخه دعاوي وکړې.

دوهمه بېره دا وه!

چي زه به هيڅکله د بل اولاد مور نه سم!

دا بېره زما لپاره تر ټولو غټه وه ځکه چي په يادېدلو سره به زه نور چپ سؤلم.

مګر ما فکر وکړئ په نړۍ کي زيات شمېر کوچنيان سته چي هغوی د مور او پلار ميني ته اړتيا لري.زه بايد هغوی وروزم.

دلته ماته هيڅ د ژړا خبره نه وه! ورسه او يو کوچنی په اولاد واخله. او ما وکړل ما يو کوچنی په اولاد واخيستئ.

دريمه بېره دا وه!

چي د خلکو سره مخامخ کېدل زما په حالت کښي!

ما خپل ځان د نورو څخه پټوئ تر څو ما ونه ويني.

کله چي زه دوه کاله پرته وم ما خپل د خوني دروازه قلف کول.

هغوی زه يوه مريضه بللم او ما به هغوی ته مسکا کول.

زه به يې ليدم خو بيا به يې هم پوښتنه کول!

آيا ته مريضه يې؟

ما به هغوی ته ويل؛ مخامخ زه مريضه ښکارم, مګر زه ښه يم.

کله چي دوه کاله تېر سؤل، يعني ما کولای سوای تر کور ووځم نو په دې دوران کي د يوه کوچني سره مخامخ سؤلم!

هغه کوچني ماته وويل ته منيبا مزاري يې؟

ما ويل هو.

هغه ويل راځه يو سيلفي واخلو.

ما ويل سمده!

د هغه هلک پر مخ زياتي کرښي وي، مخ يې ډېر خراب وؤ.

هغه هلک ماته وويل ماته په مکتب کي زما همصنفيان وائي چي زما پر مخ ولي دا کرښي دي؟ او په ما پسخند وهي.

زه ورته وايم زما کرښي زما مډالونه دي او زه په خپلو مډالونو وياړم.

څلورمه بېره!

دا چي زه څنګه ځان خوشحاله وساتم؟

هر څوک غواړي ځان خوشحاله وساتي مګر راز يې چاته نه وائي زه تاسو ته خپل راز وايم.

ما د ټولني سره اړيکي ساتلې، ما خلکو ته اهميت ورکوئ، ما رسامي کولې، ما تل هغه څه کؤل، چي ما تل غوښتل ويې کړم.

ما خپل ځان خپله خوشحاله ساتئ.ما بل شخص ته اجازه نه ورکول تر څو زما په ژوند کي مداخله وکړي.

تر ټولو سخت حالت هغه وؤ چي کله ما خپل اولاد ته چي د څلورو کالو وؤ، فوټبال ګين(توپ) رانيوئ او هغه ماته ګين راوغورځوئ! چي مور راځه فوټبال وکړو!

ما وویل زما په پښو کي حس نسته او نسم کولای ګين په لغته ووهم.

زما زوی ماته وويل مور هغه پريږده راسه په لاسونو يې وکړو.

زه نن پوه سؤلم خلک څومره بختور وي مګر دوی د خدای تعالی شکر نه کاږي.

زه نن پوه سؤلم چي هر څه ممکن دي.

زه نن پوه سؤلم دوست څوک دئ؟

زه نن پوه سؤلم چي په الفاظو کي څومره توان او طاقت دئ.

زه نن پوه سؤلم ښځه څومره ساده او مهربانه وي.

زه نن پوه سؤلم چي مشکل او سخت حالت څه دئ؟

د هر چا په ژوند کي مشکلات راځي او دا مشکلات تاسو ډېر قوي کوي او ډير پرمختګ در په برخه کوي.

دا چي نن زه هر څه يم دا زما کلکه اراده ده!

ليکونکی او ژباړونکی=زمريانی اصيل



t