موږ درې بلا پسې / څلویښتمه برخه

موږ درې بلا پسې / څلویښتمه برخه

جاويد اروبل

ښیراوې

سیورې ورو ورو اوږده شول او شمال ورسره زیږ او توند شو.

د غره مازدیګر هم عجیبه وي، پر سر به یې مازدیګر وي چې سمې ته رسیږې بیا به ماښام شوی وي.

ته به وایې چې تیاره له ځمکې راوځي، همداسې غونډیو او غرو ته خیږي.

(ماته بیا کلی سترګو ته ودرید چې همداسې مازدیګر به د غونډۍ سرته ختم، د افغانستان د غرونو ننداره به مې کوله چې ډیر مازدیګرونه به ګرځ رانه پناه کړي وو.

خدای خبر دا کوم مشر راته په ګوته په نښه کړي وو چې زما مینه پرې راغلې وه.
د مهاجرت سختۍ وې چې پر موږ یې وطن د ایمان غوندې قدرمن کړی و.

لاندې به مو د کورونو ننداره کوله چې د دود نرۍ لیکې به ترې پورته شوې وې او موږ به لیدل چې د چا و چا په کور کې دیګ یا ډوډۍ پخیږي.

د جمعو په ماښامونو به درې لایه غړي پخیدل. درې پاستې به یې یو پر بل پاخه کړل.

د اخیري لای مخ به یې په نباتي غوړیو غوړ کړ او بوره به یې ورباندې وپاشله.

بیا به یې نو په چاړې همداسې ګرم یو وار پر منځ نیم او بیا به یې هغه نیمه ټوټه هم پر منځ نیم کړ، څلور یا شپږ ټوټې به یې کړ، کله به سلامت غړی جومات ته روان و، کله به یې هر کور ته یوه یوه ټوټه ور واستاوه.

د مازدیګر او ماښام تر منځ چې په ګرمې کلکې ډوډۍ کې کوم خوند و، هغه خوند د ماښام په پلو کې نه و.)

لکه څنګه چې غره ته ختل سخت وي، کښته کیدل یې بیا بیخي ډیر اسانه وي.

سیدو او ابدل دوی تیاري نیوله چې کښته روان شي خو زه پخپل سوچ کې کلي ته تللی وم.

(هلته به هر دویم یا دریم مازدیګر یوه ننداره جوړیده. دا ننداره د زینبو او کلثومې د جنګ وه.

دواړې خویندې وې خو زینبو کشره او کلثومه مشره. د کلثومې ځواني تیره وه، اوس مرکې بیخي نه ورته راتلې خو د زینبو د ښایست د زیارت له پاره لیکې لیکې ښځې راروانې وې.

کلثومې پسې خلکو ویلي و چې عیبي ده. دا له بامه رالویدلې وه، د اولاد ځای یې څیري شوی و، پر یوه پښه هم لږ ګوډه ګوډه تله. خو زینبو جوړه تیاره وه، هم ښایسته وه، هم یې عمر کم و.

پلار یې قسم کړی و چې تر څو یې کلثومه نه وي واده کړې، زینبو به چاته نه ورکوي.

همدلته نو د زینبو او کلثومې تر منځ یو زبردست ټکر و چې هر دویم یا دریم مازدیګر به حتما د دوی تر منځ کړولی شر جوړیده.

دا به نو عجیبه ننداره وه. کلثومې به یوه چیخنه ورته وکړه بیا به نو زینبو ته خدای ورکړه. لګیا به شوه او کراریده به نه.

کلثومې به دیګ پخاوه او زینبو به ډوډۍ، نو دواړې به سره لګیا شوې.

موږ به یې نندارې ته دریدو، که به چا پسې واخیستو نو د ښیراوو اوریدو ته به د کوټې شاته غوږ شوو.

د دوی تر منځ ښیراوې همیشه تکراري وې خو یوه نیمه به بیخي کاغذ پیچ وه:

په توپ والوزې

د ګلبدین توغندی دې درباندې ولګیږې

د سیمک جارو دې درباندې تیر سي

پو پناه سې

تباه و برباد سې

تر تیغ تیره سې

د مرمیو باران دې درباندې وسي

د خدای په قهر و غضب اخته سې

اتشک دې در ولویږي

خدای تعالی خو دې تر دې ماښامه مه رسوه

سور اور واخلې

اور واخلې، چې مړ سي بیا نور واخلې

ارمان دې مه خیږه

د پلار پر کور پاته سې

خاورې ایرې سي

د شوروي بمباري دې درباندې وسي

کرکه دې در ولویږي

ښه ورځ دې خدای نه در ویني

مه ښادیږې

پر خالي میدان کښینې

میراث سې

مه زرغونیږې

دګور میلمه سې

بې یاسینه ولاړه سې

بوره بدنامه سې

مور و پلار دې درباندې وشرمیږي

د پلار پر کور زړه سې

په سره اور غوټه سې

د بل لاس ته محتاجه سې

د هل فقیره سې

افعي مار دې وچیچه

پر کړولي غم اخته سې

د دې جمعې په برکت مې دې خدای درڅخه خلاصه کي

ګور دې پرده سه

تورې خاورې دې خوراک سه

وشرمیږې

په شرمو وشرمیږې

پوزه دې پرې سه

ښاده مه سې

ټکه دې درباندې ولویږي

سوري سومبوري سې

مخ دې تور سه

د سرطان دانه دې درباندې راوخیږي

مه رغیږې

وچه ډبره سې

ژبه دې چومی سه

ژبه دې پر مه ګرځه

پر خالي میدان کښینې

دا نوی کمیس دې درڅخه پاته سي

خوشالي مه وینې

زما پر حال سې

ګونګه سې

په غبرګو ړنده سې

سترګې دې ووځه

ټاغې دې راووځه

دا بې شرمې سترګې دې وخورې

په غبرګو غوبیره سې

د زینبو پلار پوهیدلی و چې لور یې په داسې بلایي بد ولې اخته ده. ډاکټر ته یې بوتله خو هلته به یې اصلي خبره نه ورته کوله.

زینبو داسې په عمر لویه هم نه وه چې ډاکټر ورته ووایي نو ولې یې واده کوﺉ نه.

خو زینبو ته لکه چې خپل نصیب معلوم و چې د پلار کور به یې اول او اخیري کور وي.

د زینبو جنګونه ورځ تر بلې ډیریدل. هغې ته به غوصه ورتله، خپلې ګوتې یې په غاښ کولې.

سر به یې له دیوال سره جنګاوه، د خاورو په دیوال به یې خوله لګوله.

یو ځل خو یې مور په کور کې نه وه، خپلې ټولې جامې یې ټوک ټوک کړې وې او بیا یې د کور تر ټغر لاندې اوارې کړې وې.

بیا یې دومره جامې نه درلودې چې دا اغوستي جامې وباسي او هغه واغوندي چې پاکې يې کړي.

د زینبو پلار ښه پوهیده چې لور یې ولې داسې لیونتوره شوه خو کومه خبره چې ده کړې وه، هغه پر بله کیده نه، که زینبو مړه کیدله، که پاته کیدله.

#موږ_درې_بلا_پسې



t