د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ، هلمند کې فرهنګي پروګرامونه جوړيږي

د خپلواکۍ د سلم جشن په وياړ، هلمند کې فرهنګي پروګرامونه جوړيږي

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ پلازمینې کابل ته د خپل رسمي سفر لاسته راوړنې د اداري غونډې په ترڅ کې له کارکوونکو سره شریکي کړلې، او همدارنګه د خپلواکۍ د ۱۰۰ مي کلیزې په ویاړ د بیلابیلو فرهنګي،هنري ، آدبي او علمي پروګرامونو پر دایرولو بحث ترسره سوو.

ښاغلي ویاړ وویل چې مرکز کابل ته یې د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ،معینانو او بیلابیلو مسؤلینو سره ځانګړې ناستي درلودې، چې په ترڅ کې يې هغه ستونزې ، غوښتنې او وړاندیزونه چې دې ریاست درلودل ورسره شریک سول، چې په اړه یې یادو مقاماتو د بشپړې همکارۍ او اجراتو ژمنې وکړې.

دده په وینا چې د خپلواکۍ د ۱۰۰ مي کلیزې په ویاړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلان لري چې هلمند ولایت کې فرهنګي اوونۍ ولمانځي ، چې دا به د هلمند د فرهنګ،آدب او تاریخ په شریکولو کې ډیره مرسته وکړي.

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ همدارنګه وویل چې د خپلواکۍ ۱۰۰ مه کلیزه به سږکال په هلمند کې په خورا شانداره ډول سره ولمانځل سي، چې په همدې موخه اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سر له اوس څخه پدې هڅه کې دی ترڅو بیلابیل هنري،آدبي،فرهنګي او علمي پروګرامونه دایر کړي.



t