د ځان وژونکي بريد شرعي حيثيت- مفتي عبدالولي

د ځان وژونکي بريد شرعي حيثيت- مفتي عبدالولي

(۱) الله تعالٰى په قرآن مجيد كې فرمايي: ﴿وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ، اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيْمًا﴾ ’’اوتاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو ډېر مهربانه دی.‘‘ (النسآء ۲۹:۴)
په دې ايت كې له ځان وژنې څخه منع راغلې ده، که سبب، مقصد او نيت هرڅه وي، ځكه چې حكم عام دی، ځان مرګي بريد كوونكی تر ټولو مخكې خپل ځان وژني او د دې ايت په رڼا كې دغه كار حرام دی او په هېڅ دليل ترې ځانمرګی مستثنٰا نه دی.
د قرآن مجيد له دې واضح ايت نه اِعراض او په ځاى يې د خلكو په بې دلیله اراوو او افكارو پسې تلل جايز نه دي.
(۲ ) همدارنګه نبيﷺ هم له ځان وژنې څخه منع كړې ده، فرمايي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِه يَتَوَجَّأُ بِهَا فِي بَطْنِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا)) ’’چا چې ځان په څه اوسپنه ووژلو، نو د ده په لاس كې به دغه اوسپنه وي او د جهنم په اور كې به په خپله خېټه كې دغه اوسپنه ننباسي او په جهنم كې به همېشه او تل ترتله وي.‘‘ (صحيح البخاري، حديث: ۲۷۷۸ ، و صحيح مسلم، ۳۱۳)
حديث هم عام دی او نبيﷺ ترې دغه ځانمرګي بريدونه نه دي مستثنٰا كړي چې ګوياکې هسې خو ځان وژنه منع ده خو د دغه مقصد لپاره جایز ده، داسې کوم استثنا کوونکی دلیل نشته او دا هم ویل جایز نه دي چې چونکه په هغه وخت کې دا قسم حملې نه وې، نو ځکه یې حکم نه دی بیان شوی، دا په دې وجه چې زموږ له رب څخه څه نه هېرېږي چې ګنې دا خبره ترې نعوذ بالله هېره شوې وه (وَ مَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) ’’او ستا رب څه هېروونكی نه دی.‘‘ نو دا ډېر سخت وعيد دی، بايد ياد وساتل شي او عبرت ترې واخيستل شي.
(۳ ) د ځانمرګي بريد د نارواوالي يو دليل دا هم دی چې دغه ځانمرګي حملې د نبيﷺ په زمانه كې نه وې او نه يې په دې هکله څه ترغيب وركړی دی حتا چې دې ته يې اشاره قدرې هم نه ده كړې، نو كه دا جایزې وای، نو په حديثونو او اثارو كې به يې ذکر خامخا راغلی و. او دا يو داسې دليل دی چې د عقل او بصیرت خاوندانو لپاره يوازې هم دا كافي دی او تر ټولو غوره كار هغه دی چې له قرآن اوسنت څخه ثابت وي.
جهاد هم يو عبادت دی، لهذا د ده لپاره هم هغه طريقه په كار ده چې شرعي وي او نصوص پرې ګواه وي.
(۴ ) د ځان مرګي بريد پر ځاى د شرعي او اسلامي شرطونو مطابق د شرعي او اسلامي جهاد لپاره د جنګ نورې طريقې اولارې په هر ځاى كې ممكنې دي، لهٰذا انتحاري حملو ته نه اړتيا شته او نه يې جواز شته.
اعتراضونه او شبهات
د ځانمرګي بريدونو قایلين د دغو حملو د جواز لپاره په خپل خیال کې څه دلایل وړاندې كوي خو هغه په حقیقت کې شبهات او وسوسې دي، په هغو كې يو هم د دغو حملو د جواز دليل نشي جوړېدای، په دغو کې ځینې هغه دي چې د فدايي حملو د جواز دليلونه دي، ځكه چې په انتحاري حملې كې د حمله كوونكي مرګ يقيني وي او په فدايي حملې كې يې مرګ يقيني نه وي بلكې په ځينې وختونو كې حمله كوونكی روغ رمټ وځي.
په دې سلسله كې د ځانمرګي بريد د جواز قایلين د صحيح مسلم هغه حديث په دليل كې وړاندې كوي چې يو موحد او مومن هلك چې د راهب شاګرد و او د هغه وخت کافر بادشاه یې وژل غوښتل خو وژلی یې نشو، ډېر کوښښ يې وکړ چې دغه مومن هلک ووژني خو بريالی نشو، نو له ډېرو مراحلو نه وروسته دغه مومن هلک دغه كافر بادشاه ته، چې الله يې نه مانه او خلك يې له اسلامه منع كول؛ وويل: ته ما نشې وژلې خو که ته هغه کار وکړې چې زه يې تا ته وايم، نو بیا به ما ووژلی شې. كافر بادشاه ترې پوښتنه وکړه چې هغه څه طریقه ده او کوم کار دی؟ مومن هلك ورته وويل چې ته ټول خلك په یوه وسیع مېدان كې راجمع كړه، بيا ما په دار وځړوه، بيا زما د غشو له كڅوړې نه يو غشی راواخله، په لينده كې يې كېږده او دا الفاظ ووايه: ((بِاسْمِ اللهِ، رَبِّ الْغُلَامِ))’’د الله په نوم سره چې دغلام رب دی.‘‘ او بيا پرې ما ووله. كه داسې دې وكړل، نو ما به ووژلی شې، نو هغه کافر بادشاه هم داسې وكړل او دغه هلك يې ووژلو. (صحيح مسلم، حديث: ۳۰۰۵).
خلكو چې د الله نوم واورېده او د دې كار په نتيجه كې د الله په توحيد او د هلك د دين په حقانيت باندې او د بادشاه د دین په باطلوالي باندې پوه شول، نو ټولو وويل: آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ، آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ، آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ . موږ د دغه هلک پر رب ايمان راوړ، موږ د دغه هلک پر رب ايمان راوړ، موږ د دغه هلک پر رب ايمان راوړ. يعنې د هغه ملک عوام د بادشاه له دین نه وګرځېدل او مسلمانان شول. (صحيح مسلم، حديث: ۳۰۰۵).
خو لكه څنګه چې څرګنده ده دا انتحار نه و بلكې دا د بادشاه په لاس قتل و، هلک پخپله ځان نه دی وژلی.
بله دا چې په دې وژنه کې چې د بادشاه په لاس ترسره شوه، څومره لویه فایده حاصله شوه! ډېر خلک په اسلام باندې مشرف شول.
ځينې کسان په كې د يونس عليه السلام سمندر ته ځان غورځول هم د دليل په ډول نيسي، خو دغه هم دليل نشي جوړېدلی، ځكه چې پر هغه د قرعې د قانون مطابق سمندر ته ځان غورځول لازم شوي وو، هغه مغلوب شوی و او قرعه يې په نوم ختلې وه، په قرآن كې الله تعالٰى فرمايي: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِيْنَ ﴾ (الصافات ۱۴۱:۳۷)
’’نو هغه په قرعه اچولو كې شريك شو، نو له مغلوبو ځنې شو ‘‘
نو په دې عمل سره دلیل نیول صحیح نه دي، بله دا چې دا هم په هېڅ ډول انتحاري عمل نه و او ځکه خو ژوندی پاتې شو.
لنډه دا چې د ځان مرګي حملو د جواز په په باره کې هېڅ يو واضح او ښكاره دليل نشته، تشې رايې او د خېټو خبرې دي چې جنګ خوښي او یا سياسي جنګيان يې وړاندې كوي خو د ښکاره او واضحو ایتونو او حدیثونو مقابله په تشو اراوو او بې دلیله خبرو سره ممکن نه ده.
په دې هکله د امت سترو عالمانو څرګندونې هم كړې دي او د امت لارښوونه یې کړې ده.
د سعودي عرب پخواني ستر مفتي شيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله فتوا
له ابن باز رحمه الله څخه د يهودو په ضد د انتحاري حملې باره كې پوښتنه وشوه، هغه په ځواب كې وويل: مونږ په كراتو دا خبره واضحه كړې ده چې دا كار صحيح نه دی، ځكه چې دا ځان وژنه ده او الله فرمايي: ﴿وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ﴾ ’’او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ.‘‘
او نبيﷺ فرمايلي دي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِه يَوْمَ الْقِيَامَةِ))’’چا چې خپل ځان په څه شي سره ووژلو، د قيامت په ورځ به هغه ته په دغه شي سره عذاب وركول کېږي.‘‘ لهٰذا د فلسطينيانو دغه( د ځانمرګي) كار غلط دی.
د ستر محدث محمد ناصر الدين الباني رحمه الله فتوا
الباني رحمه الله فرمايي: نَحْنُ نَقُولُ: اَلْعَمَلِيَاتُ الاِنْتِحَارِيَّةُ كُلُّهَا غَيْرُ مَشْرُوعَةٍ وَ كُلُّهَا مُحَرَّمَةٌ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي يَخْلُدُ صَاحِبُهُ فِي النَّارِ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي لَا يَخْلُدُ صَاحِبُهُ.
’’مونږ وايو انتحاري (ځان مرګي) بريدونه ټول ناجایز او حرام دي، ځينې په كې داسې دي چې كوونكی يې ابدي جهنمي دی او په ځينو كې ابدي جهنمي نه وي.‘‘
حتى چې هغوى دا هم ويلي: أَقُولُ: اَلْيَوْمَ لَا جِهَادَ فِي الْأَرْضِ الْإِسْلَامِيَّةِ إِطْلَاقًا، هُنَاكَ قِتَالٌ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْبِلَادِ ’’زه وايم: نن په ټوله اسلامي نړۍ كې جهاد نشته، هو په ځينو ملكونو كې جنګ روان دی.‘‘ د جهاد په هکله د هند د ډاکټر ذاکر نایک او ګڼو عربي او سلفي عالمانو همدغه نظر دی
د سعودي عرب ستر فقيه شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله فتوا
شیخ رحمه الله د دغه ډول حملو په باره کې فرمايي: ځينې خلک چې انتحاري حملې كوي، په دې ډول چې منفجره توكې په ځان پورې ونښلوي او بيا د كافرانو په مينځ كې ځان ته چاودنه وركوي، دا ځان وژنه ده او څوك چې خپل ځان وژني هغه به په جهنم كې همېشه او تل تر تله وي، ځكه چې په دغه كار كې د اسلام هېڅ ګټه نشته، كه يو سړی ځان ووژني او له ځانه سره لس، سل، يا دوه سوه كسان مړه كړي، په دې سره اسلام ته فایده نه رسېږي. خلک اسلام ته نه راوړي. په خلاف د هغه هلک چې د راهب د شاګرد و،ځکه چې د هغه په قصه كې ډېرو خلکو اسلام راوړی و. په ځان مرګي بريد كې كه د كافرانو لس، سل، يا دوه سوه كسان ووژل شي، نو په دې سره خلک اسلام نه راوړي بلكې په دې سره د كافرانو بغض ،عناد او له اسلام څخه نفرت نور هم زياتېږي ، انتقام یې زیات شي او د مسلمانانو په وژنه كې نوره هم اضافه وشي، او دغه عمل دوزخ ته د تلو سبب دی او كوونكی يې شهيد نه دی.
شیخ عثیمین رحمه الله زیاتوي چې ځینې خلک د براء بن عازب رضي الله عنهما په عمل سره دلیل نیسي چې هغوی د بنو حنیفه وو په مقابله کې د یمامه په جنګ کې خپلو ملګرو ته وویل: تاسو ما پر دې دېوال ورپورته کړئ او د باغ دننه برخې ته مې وغورځوئ، (د مسیلمه له باغه دنګ دېوالونه تاو وو) د دې لپاره چې د باغ بنده دروازه خلاصه کړم. دا کار واقعي ډېر خطرناک و، خو د براء رضي الله عنه په ځان باور و چې نجات به مومي، او د نجات احتمال په کې هم و اګر که په سلو کې یو ولې نه و. او هماغسې وشول، ملګرو يې براء بن عازب باغ ته ورګوزار كړ، هغه صحيح او سالم باغ ته داخل شو او هغه له دننه دروازه خلاصه كړه، براء هم ژوندی پاتې شو او فتحه هم حاصله شوه.
پاتې شو هغه کس چې ځان پورې یې بمونه تړلي وي، نو هغه په دغه عمل سره یقینًا مري او د نجات یې په سلو کې یو احتمال هم نشته بلکې په زرو کې یې هم یو نشته ، لهذا ځان مرګي برید پرې قیاسول صحیح نه دي. هو که یو زړور سړی وسله واخلي او د دشمن په صفونو کې ورننوځي ،نو دا کار صحیح دی ،ځکه چې په دې کې د نجات احتمال شته.(مجموع فتاوی و رسائل الشیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله.
د سعودي عرب بل ستر عالم شيخ صالح بن فوزان رحمه الله هم دا انتحاري حملو د حرام والي فتوا وركړې ده .
د عالمانو د دغو فتواو په اړه وګورئ كتاب: (الفتوحات الإلهية)
د افغانستان د كونړ ولايت د شونكړۍ علاقې اوسېدونكي شیخ مولوي امين الله، چې په پشاوري مشهور دی؛ هم په خپله فتاوى الدين الخالص كې د ځان مرګي بريدونو د حراموالي فتوىٰ وركړې ده او بالخصوص د ځان مرګي بريدونو لپاره د ښځو او ماشومانو کارول يې حرام ښودلی دی. دی په نهم جلد، ۳۹۴ مخ کې لیکي: أما الحملةالاستشهادية التي يتيقن المرء فيها أنه يموت، فهذه لم تكن على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم و أصحابه و من بعدهم و إنما حدثت هذه في زماننا، فالراجح عدم جوازها لظاهر المنع من قتل المرء نفسه…………………أما إعداد الصبيان للحملة الاستشهادية فالظاهر أنه لايجوز لوجوه: الأول عدم النقل والثاني: أنه ظلم على الصبيان ….. د نوموړي د دې عبارت خلاصه داده چې ځان مرګي بریدونه جایز نه دي او د دې مقصد لپاره د نابالغو کارول له څو وجوهاتو نه جایز نه دي: یو خو دا چې په قرآن او حدیث کې منقول نه دي، دویم دا چې دا پر نابالغو باندې ظلم دی، ځکه چې هغوی هېڅ نه پوهېږي او دا ځینې لویان یې دوکه کړي، نو خپل ځانونه ووژني، په داسې حال کې چې نه د الله حق پېژني او نه اعلاء كلمة الله او نه بل څه.
بله وجه دا ده چې نبي صلى الله عليه وسلم د نابالغو د جهاد او قتال نه منع کړې ده. نوموړی په دې پسې لیکي :والواجب على الأمراء أن ينصحوا لرعاياهم و لأولاد الناس و أن يجاهدوا على وفق الشرع لا على وفق الأهواء، فإن الجهاد عبادة و هي مبنية على التوقيف و الاتباع دون الاختراع والابتداع. په امیرانو واجب دي چې له خپل رعیت سره او د خلکو له اولادونو سره خیر خواهي او ښېګڼه وکړي او جهاد د شرع موافق وکړي، نه د خپلو خواهشاتو مطابق، ځکه چې جهاد خو عبادت دی او دا پر توقیف او اتباع (د قرآن او سنت مطابق کېدلو)مبني دی، نه دا چې له ځانه څه لاره او طریق ایجاد کړې او پرې روان شې. فتاوى الدين الخالص:۹\۳۹۵٫
د يادونې وړ ده چې دغه ذکر شوې ټولې فتوې د هغو انتحاري حملو په باره كې دي چې د حقيقي حربي كافرانو په خلاف ترسره كېږي.
كومې ځان مرګي حملې چې د مسلمانانو په مكتبونو، بازارونو او روغتونونو كې كېږي، او يا د مسلمانانو د افرادي قوتونو، لكه پوليس او فوځ په خلاف ترسره كېږي، د هغو په حراموالي كې څه شك او شبه پاتې كېږي؟ یقیناً د دغو حملو په حرام والي کې هېڅ شک نشته بلکې دا په یو وخت کې دوه ګناهونه دي: یوه ځان وژنه او بله د مسلمان وژنه ده او دا دواړه کبیره ګناهونه دي .
د ځانمرګي بريد اضرار
د ځانمرګي بريد شرعي حيثيت تاسو ته معلوم شو، اوس موږ دا خبره هم څرګندوو چې شريعت ډېر ځلې د یو عمل پر نتايجو هم حکم مرتب کوي. له حربي کفارو سره جنګ کول مشروع دي خو که له دوی سره په جنګ کولو سره نورو مسلمانانو او يا بې ګناه خلکو ته نقصان رسېده، نو بيا جهاد وروسته شوی دی، الله تعالی په سورت فتح کې فرمايي: وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ اللَّـهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا.
او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و. ( الفتح: ۲۵)
نو په ځانمرګي بريدونو کې د هدف په ځای هغه خلک وژل کېږي، زخميان کېږي او مالونو ته يې نقصان رسېږي چې د بريدګرو په فکر او عقيده هم بې ګناه وي او دا خبره په نږدې هر ځانمرګي بريد کې ترسترګو کېږي چې د اصلي هدف پر ځای بې ګناه وګړي: ښځې، ماشومان او نور په کې وژل کېږي. نو که بالفرض ځانمرګی بريد جايز هم وای، نو د دغو نتايجو په وجه به د شرعي اصولو په رڼا کې ممنوع وای.
پاتې دې نه وي چې په ماضي کې ځينو علماوو لکه دکتور يوسف قرضاوي صاحب په فلسطين کې د ځانمرګي بريدونو د جواز فتوا ورکړې وه خو په دې وروسته وخت کې يې له هغې فتوې نه رجوع وکړه.
د پاكستاني علماوو اكثريت هم د ځان مرګي بريدونو مخالف دی او په دې باره كې يې فتوې هم وركړې دي. خو مخکې په دوی کې ځینو د خاصو اغراضو په خاطر د دين دا ډول احكام د پاكستان تر حدودو محدود ساتلي وو.، په دې وجه به دغې ډلې پاكستان كې ځان مرګي بريدونو حرام ګڼل او په نورو هېوادونو کې به يې ورته روا ويل.
خو په حقيقت كې دا دوه رنګي وه او ده او د اسلام له اصولو سره هېڅ مطابقت نه لري.
عالمان بايد داسې روش خپل نه كړي چې په هغه سره دين بدنام شي. بايد دوی د حق په ښكاره كولو كې ډار او وېره ونه كړي.
په اخر كې زه د نړۍ له ټولو ديني عالمانو څخه په ډېر احترام هيله كوم چې ډېر نازکه وخت دی، بايد ځان په دين سم پوه كړئ، تحقيق وكړئ او ځانونه د سياسي اهدافو په اساس د پيل شويو جنګونو له اثراتو نه وباسئ او د اسلامي امت په هکله فكرمن شئ او نور پرې رحم او شفقت وكړئ. په دې حساس وخت کې ستاسې چوپتیا له اسلام او اسلامي امت سره ستره جفا او خیانت ده.
نوټ: په دې وروسته وخت کې د پيغامِ پاکستان په نوم په يوه مشهوره فتوا کې څه له پاسه اتلس سوه پاکستاني جيدو او راسخو عالمانو او مفتیانو چې د بېلابېلو مسلکونو سره يې تړاو و؛ د ځانمرګي بريدونو د حراموالي فتوا جاري کړې ده او هېڅ استثنا يې په کې نه ده کړې چې ګنې ځانمرګی برید پاکستان کې ناروا دی او په بل ځای کې روا دی، بلکې هغوی مطلقاً ځانمرکي بريد ته حرام ويلي دي.


ځانمرګی او اسلام
t