کونړ: د ښځو لپاره ځانګړی تالار جوړ شو

کونړ: د ښځو لپاره ځانګړی تالار جوړ شو

ښځینه فعالانو ته غونډو او ناستو لپاره د ډاډ من چاپریال رامنځته کېدو په پار ولایت مقام له لوري (۳۶۰٬۰۰۰) افغانیو په لګښت د ښځوچارو ریاست د غونډو تالار په عصري بڼه ورغول شو.

مرستیال والي ګل محمد بیدار ،چې دتالار پرانیستې مراسمو ته ورغلی و،د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل،چې ښځې د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې یې رغنده رل لوبولی دی.

نوموړي وویل په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ګمارنې ته لومړیتوب ورکوي او هڅه یې داده ،چې ښځینو ته د کارکولو لپاره ډاډ من چاپیریال رامنځته کړي.

د ښځوچارو رئیسې سهېلابابر د ښځینو پروړاندې د پرستو ستونزو اوارۍ په برخه کې د یاد ریاست فعالیتونو په تړاو د څرګندونو ترڅنګ د ولایت مقام له رهبري هیت مننه وکړه،چې یاد تالار یې ورته په عصري بڼه ورغو.




t