د امريکا ښځينه فوټبال لوبډله د نړيوال جام اتله شوه

د امريکا ښځينه فوټبال لوبډله د نړيوال جام اتله شوه

د فوټبال په نړيوال جام کې د امريکا د ښځو د فوټبال لوبډلې د نړيوال جام اتلولي ګټلې ده او دا څلورم ځل دی چې دا جام په خپل نوم کوي.

د فرانسې په لیون ښار کې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دویمه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ.

د هالنډ لوبډله د دويم ځل لپاره د نړيوال جام سياليو پايلوبې ته ووتله، خو ياد جام امريکا په خپل نوم کوي.

د امريکا د ښځينه فوټبال لوبډله تر ټولو قوي لوبډله بلل کېږي.




t