«د ۱۹۱۵کلونو ادعاوې د نسل وژنې په نوم منل ناسم دي»

«د ۱۹۱۵کلونو ادعاوې د نسل وژنې په نوم منل ناسم دي»

د سویډن د بهرنیو چاروې وزیرې ویلي چې د ۱۹۱۵ کلونو عام وژنې ادعاوې د قتل عام په ډول منل ناسمه خبره او سخت کار دی.

وزیرې مارګوت والستروم دا څرګندونې په سویډن کې د بهرنیو رسنیو  د استازو سره په لیدنه کې کړي دي.

نوموړې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سویډن حکومت به د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه تش په نامه د عام وژنې  ادعاګانې د عام وژنې په توګه ومني  او که نه؟ وویل:

«زما په اند  د ۱۹۱۵ کلونو پيښې  د عام وژنې په توګه منل  ګرانه خبره ده.»

د والستروم په وینا په یو هیواد  د عام وژنې  د تور د لګولو  لپاره باید په لاس کې ډیر قوي  دلایل  او شواهد شتون ولري.

هغه زیاتوي؛ د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو د ادعاګانو  د څیړولو په خاطر د تاریخ پوهانو نه  جوړ یو کمیسیون  جوړ کړی دی.

د ترکيې ټي ار ټي نړیواله رسنۍ وايي، چې اغلې والستروم  د روژې په میاشت کې  په ډنمارک کې  د بعضو ښې اړخه  افراطیانو لخوا د قرانکریم  د سوځولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل:

«مونږ د هر ډول افراطیت  او تندلارۍ  سره مخالفت کوو. د دیني  مسایلو په  اړه دا ډول تحریک امیزه اقدامات ډیر خطرناکه دي.»

نوموړي وايي، باید په ګډه سره ژوند وکړو، د شریک ژوند کلتور جوړ او ژوند کول باید زده کړو.

 

 



نړۍ، عام وژنه،
t