تازه غزل – طارق تسل

تازه غزل – طارق تسل

هــره شېبه ژونــد مــې د خوښۍ نـــه لرې ځکه دی
زړه مــې د سخــت زړو پــه ټولګي کې بې درکه دی

مــوږ تـه یې په سترګو د مـذهب عینکې ایښي دي
نــور ورپسې نــه ګرځو چې بد کړي که په حقه دی

زړه مـــې ستا د مینې په غوښتو کې بې جرأته دی
خيــال مــې ستا د وصل په غوښتلو کې چابکه دی

ځکـه خو له هر ځل غورځېدو نه وروسته بیا پاڅم
مــا خو د بریــا هـر درس اخیــستی لــه تېندکه دی

ځوی مې چې مکتب ته تلو په ټوله لاره یې دا ویل
مــا قــلم منډلــی د ټــوپک خــوله کـې په کلکه دی

ولــې یــو انــسان د بــل انــسان پـــه مرۍ غلی دی؟
نــوم یې دې په مــینه پېل او دې اخته په کرکه دی

خدای مه کړه تسل ته کومه ورځ په زغــرده ووایې
زمــا د خپــلېدو فکــر دې نـــور حساب په ورکه دی



ادب، نوی غزل
t