د مغولي امپراتورۍ جنسي لېونی- عارف الله حقپرست

د مغولي امپراتورۍ جنسي لېونی- عارف الله حقپرست

د هندي مغولي امپراتورۍ تر ټولو رنګين مزاجه، ښځ خوښی، عياش او جنسي لېونی پاچا محمدشاه رنګيلا د اورنګزېب عالمګير د واکمنۍ پر مهال په ۱۷۰۲م کال کې زېږېدلی و. د ده د پيدايښت پر مهال د ده غورنيکهٔ (اورنګزېب) په هند کې يو ځانګړی سخت دريځی اسلام پلی کړی و. د دې سخت دريځۍ تر ټولو لومړی هدف هغه ښکلي هنرونه وو، چې په اړه يې فکر کېده، چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.
د دې حالت يوه جالبه بېلګه اېټالوي سيلاني نکولو منوچي ليکلی دی. دی وايي؛ د اورنګزېب په واکمنۍ کې چې پر موسيقۍ بنديز ولګېده، نو د سندرغاړو او موسيقي غږوونکو روزي تنګه شوه. آخر له ډېرې تنګېدا وروسته زر تنو سندرغاړو د جمعې په ورځ د ډيلي له جامع جوماته لاريون راواېست او د موسيقۍ آلې يې د جنازې په بڼه بار کړې او ورسره يې ژړاګانې پيل کړې. اورنګزېب چې وليدل، حيران شو. ويې پوښتل، چې دا د چا جنازه وړئ؟ چې دومره ژړا و انګولا ورسره کوئ. هغوی ورته وويل، چې تاسې موسيقي وژلې ده. هغه ښخولو ته وړو.
اورنګزېب ځواب ورکړ: قبر لږ ښهٔ ژور ورته وباسئ.
د طبيعت يو اصل دا دی، چې هر عمل، عکس العمل لري. همدغه اصل پر تاريخ او انساني ټولنې هم پلی کيږي، چې يو شی چې هر څومره په کلکه وځپل او کېکاږل شي، همدومره بېرته په زور و ځواک سره رابرسېره کيږي. له اورنګزېبه وروسته هم همدا کانه وشوه او د محمدشاه په واکمنۍ کې هغه ټول هنرونه په پوره ځل، بل سره رابرسېره شول، چې له دې وړاندې ځپل شوي وو.
د مغولي انځورګرۍ هنر هم، چې له دې وړاندې تر خاورو لاندې شوی و، بېرته په آب و تاب راژوندی شو.
د محمدشاه دور نو د موسيقۍ، عيش پرستۍ، خوند اخيستنې، شراب، شباب و کباب او مستيو دور و. د پاچا په اړه مشهوره وه، چې شپه، ورځ به د ښځو په مجلسونو او نڅاګانو کې ډوب و. زياتره به يې دربار ته ښځينه کالي رااغوستل او له درباريانو به يې هم غوښتل، چې ښځينه جامې واغوندي. ځينې وخت به دربار ته لوڅ هم راتهٔ. يو ځل يې حتی په ډک دربار کې ميتيازې کړې وې.
د دغه دور ژوره عيش پرستي د اردو ادب و شاعرۍ د زرين پېر د رامنځته کېدو لامل شوه. پخپله پاچا محمدشاه دايم الخمر شرابي و او مړينه يې هم د شرابو له لاسه شوه. ده پخپله پر ځان د ډېرې رنګين مزاجۍ له امله (رنګيلا) تخلص ايښی و.
دی له جلال الدين اکبر او اورنګزېب وروسته درېيم تر ټولو د اوږدهٔ مهال پاچا پاتې شو، خو لټۍ، غفلت، عيش پرستۍ او نااهلۍ يې د دې لامل شوه، چې پر هند د نادرشاه افشار په بڼه د تاريخ لوی قهر و غضب رانازل شي. نادر شاه په دهلي کې پاتې مغولي سلطنت ښه وشپېلاوه. په زرګونو خلک يې په دهلي کې په يوه ورځ ووژل. د ميليونونو روپيو په ارزښت يې سره، سپين، ګاڼې او شتمنۍ لوټ کړې. د کوهِ نور تاريخي غمی يې هم له محمدشاه نه په دې چل کې واخيست، چې هغه به دا غمی په خپله پګړۍ کې ګرځاوه. نادر ورته وويل، چې په ايران کې دا دود دی، چې وروڼه له يو، بل سره د ګرانښت د نښې په پار پګړۍ بدلوي. محمدشاه بله چاره نه لرله. پګړۍ او غمی يې دواړه وبايلل.
پر هند د نادرشاه افشار په بڼه رانازل شوي عذاب د فارسي دا مشهور بيت هم راوپنځاوه، چې:
آدميان ګم شدند، ملکِ خدا خر ګرفت …… شامتِ اعمالِ ما، صورتِ نادر ګرفت
(له بي بي سي اردو نه له زياتونې سره ژباړه)



t