یما یاري: د بند امیر سړک به زر ورغوو

یما یاري: د بند امیر سړک به زر ورغوو

د ټرانسپورټ وزیر انجنیر یما یاري د خپل کار په دفتر کې د بامیان له والي طاهر زهیر سره وکتل.
د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سړکونو د ملي ادارې له لورې په بامیان کې د تر کار لاندې پروژو په اړه خبرې وکړې.
د بامیان والي د دې ترڅنګ چې د پرمختیایي پروژو تطبیق ته د ټرانسپورټ وزارت د رهبرۍ د پاملرنې او زحمتونو له کبله منندوی شو، د بند امیر د سړک د جوړیدو او د بامیان د نورو پروژو د رغونې او مراقبت غوښتنه بې وکړه.
د ټرانسپورټ وزیر انجنیر یما یاري وویل: بامیان د هېواد له لرغونو ولایتونو څخه دی او ټرانسيورټ وزارت خاصه پاملرنه ورته کوي.
هغه دا هم وویل، چې د بند امیر د سړک چارې به په نیږدې راتلونکي کې پیل شي.
یاري اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه څو د بامیان د رغونې وړ پروژې د کال د نېمایي په بودیجه کې را ونغاړي او د بودیجې د لاسته راوړلو لپاره مالیې وزارت ته واستوي.




t