په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پيل سوې

په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پيل سوې

د مسئولینو په خبره پرون یکشنبه د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال ۴ ورځنی ټورنمنټ پيل سو.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیراحمد رحماني زما راډیو ته وویل، چي په دې سیالیو کي هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونه د دوو کندهاریو لوبډلو په ګډون شتون لري.

د رحماني په خبره، چي ددې سیالیو پرون دوې لوبي ترسره سوې، چي په لومړۍ لوبه کي کندهار الف منتخبي لوبډلي ۳ ګولونه پر ۲ هلمند ته او کندهار ب منتخبي لوبډلي بیا زابل ته ۱۰ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي نن هم دوې لوبي ترسره کیږي، چي لومړۍ لوبه ماپښين ۴ بجې د زابل او روزګان ترمنځ او له هغه وروسته بیا دوهمه لوبه د کندهار الف منتخب او نیمروز ترمنځ ترسره کیږي.

ددې سیالیو د پيل په مراسیمو کي د کندهار والي حیات الله حیات په ګډون د فوټبال فدراسیون مسئولینو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

صابر حمیدي



ورزش، کندهار
t