(دبنګ فلم)؛ سلمان خان ورته (اووه کیلوګرامه) وزن کموي

(دبنګ فلم)؛ سلمان خان ورته (اووه کیلوګرامه) وزن کموي

د فلمي لوبغاړو ژوند هغه رنګه هم نه وي لکه څرنګه چي يې موږ او تاسو په هکله فکر کوو. ښایي ډېريو ته د فلمي څېرو ژوند ډېر هوسا ښکاري، ولي په حقيقت کي داسي هم نه ده، هغوی په فلم کي د غوره کردار لوبولو لپاره ډېری مهال ډېرو سختو کارونو ته اړایستل کېږي. د فلمونو د لارښود له لوري د فلم هلک (مرکزي اداکار) د دې لپاره چي د فلم د کیسې سره یي رول رفت پیدا کړي، نو ورته د ډايرکټر له لوري تمرینونه ورکول کېږي.

نو دلته ده، چي د باليووډ (هندي سېنما) وتلی ستوری سلمان ‌خان د خپل راتلونکي فلم «دبنګ۳» لپاره په ساعتونو-ساعتونو تمرينات کوي، تر څو ورکړل سوی وزن کم کړي. سلمان خان ته د فلم د لارښود له لوري داسي لارښوونه سوې ده، چي باید د یاد فلم لپاره اووه کیلو ګرامه وزن کم کړي، تر څو په یاد فلم کي ځوان ښکاره سي. هغه خپله هم په یوه مرکه کي ویلي وه چي د شپي له طرفه یوازي دري یا څلور ساعته خوب کوي.

سلمان د بهارت فلم تر مشهوره کېدو راوروسته یو ځل بیا د دبنګ فلمونو د سلسلې په لړ کي د دبنګ ۳ په نوم فلم جوړوي. د سلمان خان دبنګ او دبنګ ۲ فلمونو ښه بازار درلود او مینوالو يې هم همدا غوښتنه لرل، چي سلمان دي یو ځل بیا په همدې فلم کي راښکاره سي، نو ځکه سلمان خان یو ځل بیا د دبنګ۳ فلم لپاره موټي رانغښتي دي.

داسي ویل کېږي چي د یاد فلم کیسه به له پخوانیو سره یو څه توپیر ولري، ځکه کیسه يې په څو برخو وېشل سوې او په لومړۍ برخه کي سلمان ‌خان د مشهور (چلبل پانډې) په کردار اداکولو بوخت معلومېږي، نو د همدې لپاره په کار ده چي سلمان ‌‌خان په ورزش ځای کي ساعتونه وخت تېر کړي، څو خپل اووه کيلو ګرامه وزن کم کړي.

مخکي ویل کېده چي د دبنګ فلمونو په لړۍ کي به د هندې سېنما مشهوره اداکاره سوناکشي سینها بیا له سلمان ‌خان سره په مینه‌ ناک انداز کي تمثیل وکړي، خو اوس ډېر ګومان داسې دی چي د هغې پر ځای به نوې اداکاره اشوامي مانجریکر مرکزي رول ولوبوي.

د رسنیو د راپورونو په اساس د سلمان‌ خان «دبنګ۳» فلم به د راتلونکي ۲۰۲۰ مېلادي کال د ډيسمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د هندوستان او نړۍ د سېنماګانو ښکلا وګرځي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t