په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – یو پنځوسمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – یو پنځوسمه – برخه

د سلجوق د حمایت لاندی خلیفه ګانو کې المسترشد بالله داسی خلیفه و چې عملآ یې جګړو کې برخه آخیسته، د لښکر مشري به یې کاوه او د خلافت اداره یې هم خپله سمبالول، سلجوق حکامو چې کوم کس د یرنقش زکوي په نوم دی کار لپاره ګمارلی و خلیفه ورته د لاس وهنو اجازه نه ورکوله.
کوم څه چې د خلیفه په ځواکمن کیدا کې اساسي رول درلود هغه د برکیارقشاه ملاتړ چې په کورنیو جګړو کې چې د نوموړي مړینه(علت یې سل مرض ښودل شوی) د خلیفه په مشری بده اغیزه لرل.
د برکیارق له مړینی وروسته سلطان محمدشاه د بغداد سیمه د خپل حکومت قلمرو کې دننه کړ، کله چې نوموړی ۵۲۵ هجري کې مړ کیږي د هغه وزیر د نوموړي کوچنی ځوی د هغه ځای ناستی کوي چې دا کار د خلفیه په طبعه برابره ده. ستونزه هله پيداکیږي چې د امارت نورو مدعیانو دی کارسره خپل مخالفت وښود، خپلمنځي سیالی زور واخیست او هر یوه د خلیفه څخه د بغداد امارت غوښتنه کوله.
په دوی کې سلطان سنجر چې ځان یې په سلطان اعظم ملقب کړی و د مسترشد نه خوښیده ځکه خو د هغه پر وړاندی خلیفه یو دری ګونی اتحاد جوړ کړ(خلیفه،مسعود او سلجوق).
پدی اتحاد کې پریکړه وشوه چې بغداد به د خلیفه حکم لاندی وي، ایران به مسعود ته او سلجوق به هم د سلطان مسعود ولیعهد کیږي.
د طغرل له مړینی وروسته سلطان مسعود دا معاهده ماتوي، پر بغداد برید کوي او د بغداد امارت نیسي مسترشد چې د دی کار خلاف دی مسعود سره جګړه کوي.
د ابن اثیر چې دا قضیه یې په تفصیل بیان کړی لیکې سلطان مسعود د بغداد نیولو سره جوښت اسیر شوي چارواکی کلاه کې بندیانوي او المسترشد هم یوی ځانګړی خیمی کې د نظارت لاندی نیسي او د بغداد چاری امیر آخربک ته سپاري چې د بغداد د خلکو ځورول او بیعزتي کوي.
سلطان مسعود چې د خلیفه تلاشونه او ملاتړ ګوري نو غواړي چې هم خلیفه ځان سره وساتي هم د بغداد حکومت خپل کړي او هم خلیفه د یو مهار شوي قوت په حیث تحریم کې وساتي نو د سولی یو عهدلیک تیاروي چې په هغه کې دری شرطونه لیکل شوي:
۱ – خلیفه باید سلطان ته کلنی باج ورکړي.
۲ – فوځ دی ځانته نه جوړوي
۳ – د خلافت قصر څخه بهر پښه نشي ایښودلی.
چې دا د خلیفه لپاره پوره توهین و، داسی نه بریښیده چې خلیفه به دا کار ومني.
دی وخت کې د هغه خیمی ته ۲۴ کسه د باطنیه فرقی پیروان ننوزي خلیفه وژني او په ډیری بدرنګی یې وژني.
دا ډله لمړی خلیفه ښه ډبوي هډوکی یې ماتوي، بیا یي وژني او له وژلو وروسته یې پزه او غوږونه پری کوي او لوڅ لغړ یې په خپله خیمه کې آچوي.
ابن اثیر لیکي چې نوموړي پخپل ژوند خپل ځوی ابو جعفر منصور خپل ولیعهد ټاکلی و نو کله چې خلیفه مړ کیږي دربار او خواص د هغه سره تجدید د بیعت کوي او سلطان سنجر هم بغداد کې خپل استازي ته لیک استوي چې ته هم بیعت وکړه، د بیعت چاری تکمیلیدو سره نوموړي ته د الراشدبالله لقب ورکول کیږي.
په تاریخ آل سلجوق کې راځي چې نوموړي سره په ۵۲۹ هجري قمري کې ۲۱ خلیفه زاده ګان بیعت کوي.
یادونه: د المسترشد په خلافت کې د صلیبي جنګونو لړی پيلیږي.
انځور: د المسترشد ښودل شوی، نوموړي ته دا عزاز هم حاصل دی چې د دارالخلافی د استقلال پخاطر جنګیدلی.

اکبر شیر


اسلام و پنځوسمه - برخه
t